Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۴۰ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان هېواد ته راغلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۷۸ زره افغانان ایستل شوي او  افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، له دې ډلې څه باندې ۱۲۰زره د تورخم له لارې او څه باندې ۵۱ زره هم د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند مرستیال فرامرز برزین په دې هکله وايي:«د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې نېټې څه باندې ۱۲۰ زره او ۶۰۰ کسان د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي، او همداراز څه باندې ۵۱ زره او ۱۰۰ تنه د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.»

بلخوا هېواد ته راستانه شوي افغانان د راستنېدو په بهیر کې له جدي ستونزو شکایت کوي. دوی وايي، نورو مرستو، د کاري فرصتونو برابرېدو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو لاسرسي ته اړتیا لري.

له پاکستانه را ایستل شوی جاوېد وايي:«زه پرون افغانستان ته راغلم. مرستې ډېرې لږې وې. زما غوښتنه دا ده، چې موږ کور نه‌لرو. زه د کندوز یم او باید په کندوز کې زموږ لپاره د اوسېدو ځای برابر شي.»

له پاکستانه بل را ایستل شوي عبدالخالق هم وویل:«موږ غواړو چې را سره مرسته وشي، زموږ لپاره کار او د ژوند اسانتیاوې برابرې شي، او یو سرپناه راته جوړه شي، څو وکولای شو خپل نوی ژوند په ښه توګه پیل کړو.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، پاکستان له کډوالو د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
 
 د سیاسي چارو یو شنونکی سید عبادالله صادق طلوع‌نیوز ته وايي:«پاکستان تل له افغان کډوالو، مجاهدینو او هغو خلکو، چې دغه هېواد ته پناه وړي، سیاسي، اقتصادي او امنیتي استفاده کړې ده. په تېرو وختونو کې هم، کله چې د افغانانو د کډوالۍ لویه څپه پاکستان ته لاړه، دغه هېواد له هغې ستره ګټه واخیسته او د امریکا، د هغې له متحدینو او له ختیځ او لوېدیځ هېوادونو یې ګڼې مالي مرستې ترلاسه کړې.»

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې، له ایران او پاکستانه په خپله خوښه یا جبري توګه، څه باندې ۳٫۴ مېلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه