د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی، چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د هېواد د صادراتو ارزښت د تېر کال د کب میاشتې پرتله ۱۴.۴ مېلیونه ډالره کم شوی دی.
د دې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي، چې د وارداتو ارزښت هم په همدې موده کې ۱۶۰.۳ مېلیون ډالره راټيټ شوی دی.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند زیاتوي:«د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د کب میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰.۱ مېلیونه ډالرو ته رسېده؛ د شمېرنو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د تېر کال د کب میاشتې پرتله ۱۴.۴ مېلیون ډالره راکم شوی دی.»
له دې سره هممهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیاوې او د تازه مېوو د صادراتي فصل نشتوالی د دغه کمښت عمده لاملونه دي؛ خو ډاډ ورکوي، چې د هېواد د صادراتو د زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند طلوعنیوز ته وايي:«د صادراتو د کموالي یوه له اصلي لاملونو څخه، د هند او پاکستان تر منځ سیاسي کشمکشونه دي، چې د ټرانزیټي لارو پر فعالیت اغېز کړی دی. بل لامل دا دی، چې وري میاشت کې یوازې وچه مېوه هند ته صادرېږي؛ ځکه چې تازه مېوه لا نهده پخه شوې. له دې پرته، نور توکي هم چې بهر ته صادرېږي، ځینې وخت د بازار، ټرانزیت، یا سیاسي شرایطو له امله له خنډ سره مخ کېږي. سره له دې، موږ ډاډ درکوو چې د افغانستان نړۍوالې اړیکې د ښهوالي په لور روانې دي.»
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده هم وویل:«اصلي عامل د تورخم لارې بندېدل او همداراز د واګه بندر تړل دي. زموږ سوداګرو تر ټولو غوره صادرات هندوستان ته لرل؛ خو کله چې واګه بندر وتړل شو، دا یوه مهمه ستونزه شوه چې زموږ صادرات یې راکم کړل. زموږ ځينې سوداګر داسې هم وو، چې مالونه یې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې شول او هغوی خپلو مالونو ته لاسرسی نهدرلود.»
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د روان کال په وري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چینه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه