Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ګاونډیو هېوادونو د ایستل شوو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنو دوام

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د پراخې ایستنې او ورسره هم‌مهاله، د نړۍوالو مرستو د سخت کمښت په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، یوازې په روان زېږیږ کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۳۸۰ زره افغان کډوال ایستل شوي، حال دا چې افغانستان د دومره شمېر راستنېدونکو منلو ته چمتووالی نه‌لري.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي:«د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ګاونډیو هېوادونو درې مېلیونه افغانان راستانه شوي، چې یوازې په روان زېږیز کال کې یې شمېر ۳۸۰ زره کسانو ته رسېږي. هغوی داسې وطن ته ستنېږي، چې خلک یې په پرانیستو غېږو هرکلی کوي؛ خو هېواد یې د دوی د منلو لپاره هېڅ چمتووالی نه‌لري. په بندرونو کې هرې کورنۍ ته ورکول کېدونکې نغدي مرسته له دوه زره ډالرو۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې ده.»

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي دغه راز له ګاونډیو هېوادونو د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره د ۍړیوالو مرستو د کمښت ناوړه پایلو ته هم نغوته وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې دا حالت افغانستان د یوه نوي ناورین پر لور بېولا شي.

عرفات جمال په دې هکله وویل:«هر ډالر چې کمېږي، د خلکو د ژوند بېرته جوړېدو وړتیا هم راکمېږي. په بله وینا، که مرستې دوام ونه‌کړي او هېڅ لېرلید نه‌وي، نو دا خلک یا بیا کډوالۍ ته مخه کوي، یا هم د هغو کسانو ښکار کېږي، چې ځوانان له شرارته ډکو فعالیتونو کې استخداموي. دا هغه غوراوی دی، چې ډېری خلک ورسره مخامخ دي، او زه خپله د دې شاهد یم.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، که څه هم د ایستل شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د خپلو پروګرامونو خبره کوي؛ خو د له هغوی سره د بهرنیو مرستو دوام هم مهم بولي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«اسلامي امارت د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پوره چمتووالی لري او د دوی د غوښتنو، لکه سرپناه، تعلیم او نورو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په لوړه کچه پروګرامونه په پام کې لري. له همکارو هېوادونو او نړۍوالو بشردوستانه سازمانونو څخه تمه ده، چې د دغو پروګرامونو په تطبیق کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»

په پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا هم وویل:«د کورونو تلاشۍ هره ورځ روانې دي، او ډېری ماشومان له ځان سره بیايي. آن پر هغو ښځو هم، چې محرم او سرپرست نه‌کوي، رحم نه‌کېږي، هغوی هم کمپونو ته انتقالېږي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې همدا اوس هم له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل په شدت سره روان دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، یوازې په روان زېږیږ کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۳۸۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه