امیرخان متقي په افغانستان کې د چین د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي او دوه اخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د چین د پراختیایي همکاریو د ادارې له رییس سره په داسې حال کې کتلي، چې چین د سیمې له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له افغانستان سره په اقتصادي تعامل او د هېواد په بیا رغونه کې فعال رول لوبوي.
د اسلامي امارت چارواکي هیله لري چې دغه همکاري به د هېواد د اقتصادي او بنسټیزو ستونزو د یوې برخې د حل لامل شي.
ښاغلي متقي چینایي لوري ته یو لړ عملي وړاندیزونه ته سپارلي، څو د افغانستان د بیا رغونې د لومړیتوبونوپه توګه په پام کې ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: «ښاغلي چن ژیایودونګ له افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ، کرنې او د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او هیله یې وښوده چې له افغانستان سره روانې همکارۍ دوام ومومي. هغه همداراز د زیربناو، مالدارۍ او د نفتو او ګازو د سرچینو د امکان سنجۍ د مطالعاتو په برخو کې هم د همکاریو ژمنه ورکړه.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي چې چین تل په نړیوالو غونډو کې له افغانستانه ملاتړ کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکي، سید عبدالله صادق و ویل: «افغانستان هم اړتیا لري او هم له اقتصادي پلوه کمزوری دی؛ نو له همدې امله ضروري ده چې یو هېواد لکه چین د افغانستان ترڅنګ ودریږي؛ هم له اقتصادي اړخه او هم له سیاسي پلوه. سره له دې چې افغانستان تر اوسه په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی، خو له چین سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.»
له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ وشوه، امیرخان متقي او اسحاق ډار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفیرانو کچې ته د ډيپلوماټيکو اړیکو لوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سلیم پیگیر وايي: «سفیران د هېوادونو سیاسي استازي دي او هماغه تګلارې تعقیبوي چې حکومتونه یې غوره کوي. پاکستاني چارواکي باید پوه شي چې افغانستان نور د پخوا افغانستان نه دی او باید خپلې دښمنانه پخوانۍ تګلارې پای ته ورسوي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بېجینګ کې سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا، د همکاریو د پراختیا، د ګډو بنسټیزو پروژو د پیلولو، د چین د «یو کمربند – یوې لار» د پروژې د پراختیا او افغانستان ته د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه