که څه هم د امریکا له لوري د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د بهرنیو مرستو د بیا پیلولو لپاره ټاکل شوې نیټه پای ته رسیدلې، خو دا مرستې لا تر اوسه نه دي پیل شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې د دغو مرستو د ځنډېدو اغېزې څېړلې او ویلي یې دي، چې د دغو مرستو د ځنډېدو له امله تر فبرورۍ میاشتې پورې ۱۸۸روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې ۱.۶ میلیون افغانان اغېزمن شوي دي.
د اوچا د راپور یوه برخه کې داسې راغلي: د فبرورۍ میاشتې ترپایه ۱۸۸روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ۱.۶میلیونه کسان یې تر اغېز لاندې راوستي دي. ۱۷۰۰ ښځینه روغتیاپالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ماین پاکۍ شپږ کارکوونکي او ۲۹ درېیم لاس قراردادیان هم اېستل شوي چې دغه کار د پروژو کیفیت، پلان جوړونې او اعتبار ته زیان رسولی دی.»
یو ډاکټر، مجتبی صوفي بیا په دې اړه داسې وايي: «دا موضوع زموږ د میندو او په عموم کې د ولس پر روغتیا مستقیم منفي اغېز کوي. د خواشینۍ ځای دی چې موږ پر دې مرستو تکیه لرو خو باید راتلونکې ته داسې بدیل ولرو. زموږ حکومت باید هڅه وکړي چې له مالي تړلتیا ووځي او بالاخره ځانبسیاینې ته ورسېږي.»
د اوچا د نظر پوښتنې د لومړي پړاو پایلې ښیي، چې په افغانستان کې ۶۸ سلنه بشري شریکانو خپل عملیاتي اهداف راکم کړي دي، ۴۵ سلنه یې د خپلو فعالیتونو جغرافیایي ساحه محدوده کړې ده او ۴۲ سلنو یې خپل کارکوونکو را کم کړي دي.
اوچا خبرداری ورکړی، چې د امریکا له بودجې پرته به د ۲۰۲۵ کال لپاره په افغانستان کې لږ شمېر خلک مرستې ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي هم خپل نظر داسې څرګندوي: «هغه بنسټونه چې د هېوادونو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره رامنځته شوي، باید د نړۍوالو سیاستونو تر اغېز لاندې رانشي. له افغان ولس سره باید توپیر و نهشي، او د هېواد اقتصادي ستونزې باید له پامه ونهغورځول شي، څو د افغانستان اقتصاد له کړکېچه سره مخ نهشي.»
دې ته په پام سره چې د امریکا د مرستو لویه برخه په بشري، روغتیايي او داسې برخو کې چې موخه یې ټولنیز خوندیتوب و، د افغانستان اقتصاد وزارت یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو غواړي چې بشري مرستې سیاسي نه کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا طلوعنیوز سره په خبرو کې و ویل: «موږ له ټولو مرستهکوونکو بنسټونو غواړو چې د بشري مرستو تر څنګ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې له اړوندو ادارو سره د پراختیایي پروژو په پلي کېدو کې همکاري وکړي، څو افغان ولس د بهرنیو مرستو پر ځای وکولای شي په خپلو لاسونو کار وکړي.»
د امریکا تر نوي حکومت مخکې واشنګټن خپلې ډېری بهرنی مرستې د امریکا د نړیوالې پراختایيي ادارې (USAID) له لارې کولې، خو ټرمپ د دې ادارې ۸۰ سلنه فعالیتونه لغوه کړل او په دې وروستیو کې رویټرز راپور ورکړی چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د امریکا د ځواب ویلو مسوولیت چې پخوا د (USAID) پرغاړه و، د بهرنیو چارو وزارت دفتر ته سپارلی دی.
په دې اړه مو اندونه