Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: د امریکا پوځ به نور د ملت‌جوړونې په ماموریتونو کې ګډون ونه‌کړي

د امریکا ولسمشر وایي، چې د دغه هېواد پوځ به له دې وروسته، په نورو هېوادونو کې د ملت‌جوړونې ماموریتونه تعقیب نه‌کړي.

ډانلډ ټرمپ د امریکا د نظامي اکاډمۍ د فراغت په مراسمو کې د امریکا پر پوځي تګلارې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې په تېرو دوو لسیزو کې د ملت‌جوړونې تر نامه لاندې پوځ هغو هېوادونو ته استول شوی، چې هلته د امریکا پوځي حضور ته هېڅ اړتیا نه‌وه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا تګلاره اوس پای ته رسېدلې ده.

د امریکا ولسمشر وویل:«په تېرو دوو لسیزو کې، د دواړو ګوندونو سیاسي مشرانو زموږ پوځ داسې ماموریتونو ته ولېږه، هېڅکله په‌کار نه‌وه چې هلته موجود وای. په ځینو مواردو کې، زموږ سرتېري د ملت‌جوړونې لپاره داسې هېوادونو ته واستول شول، چې موږ ته یې هېڅ لېوالتیا نه‌لرله. دا کار د هغو کسانو تر رهبرۍ لاندې وشو، چې د دغو لېرې پرتو سیمو هېڅ درک یې نه‌درلود. دا ټول کارونه اوس په قاطع او پیاوړي ډول پای ته رسېدلي دي. هغوی ته ان دا هم اجازه نشته چې د دې په اړه فکر وکړي.»

له بلې خوا، د امریکا د استازو جرګې د پخوانیو سرتېرو د چارو د کمېټې رییس مایک بوست، بګرام هوایي اډه د شمالي کوریا، چین، روسیې او عراق پر وړاندې د مقابلې تر ټولو نږدې اډه وبلله. هغه همداراز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

هغه وویل: «هلته چین، افغانستان او روسیه دي، او موږ هلته تر ټولو پرمختللې هوایي اډه لرله. کله چې له شمالي کوریا، چین، روسیې او عراق سره مخ یو، باید خپل حضور څرګند کړو. ځکه که دا څلور هېوادونه سره متحد شي، نو لکه د چاودېدونکو موادو یوه بکس به وي چې چاودنې ته چمتو وي. موږ باید ځواک وښیو، څو هغوی پوه شي، چې نوې رهبري واک ته رسېدلې، او زما په اند، ولسمشر دا کار کوي.»

که څه هم د امریکا ولسمشر او د دغه هېواد نور چارواکي بیا بیا له افغانستانه د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي؛ خو لا هم د واشنګټن رسمي دریځ د افغانستان په تړاو روښانه نه‌دی.

د پوهنتون استاد، ذکي‌الله محمدي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا معنا لري چې هغوی نور نه‌غواړي په افغانستان کې پوځي حضور ولري؛ خو د امریکا اوسنی حاکم نظام دا ښيي، که څه هم دوی د پوځي حضور اراده نه‌لري؛ خو باور لري چې باید په یو ډول خپل حضور په افغانستان کې وساتي.»

تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه د متحده ایالاتو راتلونکې تګلاره تر ارزونې لاندې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه