د صنعت او سوداګرۍ وزارت په صنعتي سیمو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دغه لړۍ د کورنیو تولیداتو د پراختیا او هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې په لور یو ستر ګام بللی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وايي:«زموږ هدف دا دی چې د صنعت کارانو، پانګوالو او خصوصي سکټور لپاره داسې چاپېریال برابر کړو، چې هغوی وکولای شي، په ډاډ سره پانګونه وکړي فابریکې جوړې او د هېواد د تولیدي ځواک برخه وګرځي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم د هېواد د صنعت اهمیت ته په نغوتې سره له صنعتکارانو وغوښتل، چې د خپلو کارخونو د خامو موادو د تولید لپاره دې اقدام وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د سرپرست حکومت مسوولان به په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله وویل:«موږ له هر هغه چا، چې کاغذ تولیدوي دا هیله کوو چې خپله اومه مواد له داخل څخه برابر کړي. نن موږ د فولادو په صنعت کې پر ځانبسیا شوي یو. تر کومې مودې پورې به موږ او تاسو د بل هېواد له محصولاتو کار اخلو او افغانستان ته به یې راوړو؟ ممکن سبا هغه هېواد پرېکړه وکړي، چې نور یې نه پلوري، وايي زه خپله اړتیا لرم. موږ باید پر خپلو پښو ودرېږو.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري هم وايي:«هر څه چې له بهره راځي، د بدل په توګه زموږ له جېبه زموږ پیسې وځي؛ خو هغه څه چې زموږ په کور کې تولیدېږي، د هغې پیسې زموږ په جېب کې ګرځي، یعنې د خپلو افغانانو په جېب کې ګرځي. نو ځکه هڅه پهکار ده، چې د تولیداتو او ځانبسیا په برخه کې باید د ژوند ټول وسایل، اړتیاوې، خوراک او پوښاک موږ خپله پوره کړو او پر ځانبسیا شو.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د صنعتکارانو لپاره د ځمکو د وېش د بهیر له پیلېدو مننه وکړه او له مسوولانو یې وغوښتل، چې په لومړي ګام کې دې له کډوالۍ تازه راستنو شویو صنعتکارانو او همداراز هغو صنعتکارانو ته چې اوس مهال په کرایي ځایونو کې تولیدات کوي، ځمکه ورکړل شي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«لومړی هغو خلکو ته دا ځمکه ورکړل شي، چې په کرايي ځايونو کې دي، لومړیتوب باید دا وي، او د جناب معین صاحب او وزیر صاحب دې کور اباد وي، له موږ سره یې دا قول کړی چې، حتماً به انشاالله دا کار کېږي.»
د کابل والي امینالله عبید هم وايي:«اسلامي امارت د کابل پر کچه د ۵۷ زره جریبه ځمکه چې له غاصبینو او له زورواکانو څخه خلاصه کړې ده، د کابل ولایت د رهبرۍ تر چتر لاندې، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو ته سپارل شوي دي. »
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ټولټال۱۳۰۰ شرکتونو په صنعتي ساحو کې د ځمکې غوښتنه کړې، چې تر دې مهاله د ۹۱ صنعتکارانو او ۹ نویو راستانه شوو صنعتکارانو او سوداګرو اسناد د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا تائید شوي دي.
تازه وېشل شوې ځمکې په صنعتي پارکونو کې دي، چې په هرات، کندهار، میدان وردګ، پروان، لوګر، خوست، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې موقعیت لري.
په دې اړه مو اندونه