Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د سترګو د ناروغۍ درملنه هم پیل شوې

په کابل کې د افغاني سرې میاشتې په روغتون کې د یوه نړۍوال خیریه بنسټ له‌ خوا د سترګو د ناروغانو درملنه پیل شوه.

په یوه بشري او هيله بښونکي اقدام کې، د یوه نړیوال خیریه بنسټ لخوا په کابل کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په روغتون کې د سترګو د ناروغانو وړیا درملنه پیل شوې ده؛ هغه اقدام چې په لومړیو ورځو کې د درملنې لپاره له بېلابېلو ولایتونو دغه مرکز ته لسګونه ناروغان ورغلي دي.

د دې ټولنې مسوولان غواړي خیریه بنسټونه د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره همغږي او همکاري ولري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال، عزیزالرحمن هم وايي: سره میاشت چمتو ده چې په هغو امکاناتو سره چې د دوی په لاس کې دي، له دوی سره پوره پوره همکاري وکړي او ان شاالله هره هغه پروژه چې دوی غواړي تطبیق یې کړي. موږ به ورسره په پلي کولو کې همکاري کوو. 

د دغه خیریه بنسټ همغږي کوونکی د یوه روغتون د جوړول د خبرې تر څنګ وایي چې په دې څلورو ورځو کې پنځه زره ناروغان معاینه شي او له څلور تر پنځه سوو پورې به د سترګو جراحي عملیات ترسره شي.

د خیریه بنسټ د همغږۍ مسوول، رضوان احمد بلوڅ وايي: "اوس په دې کمپ کې چې موږ یې په کابل کې لرو تر پنځه زره ناروغان معاینه کوو، زر ناروغانو ته عینکې ورکوو، همداراز څلور سوه تر پنځه سوه عملیات ترسره کوو. پلان دا دی چې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې تر چتر لاندې یو روغتون هم جوړ کړو، چې دا روغتون به تل افغانانو ته وړیا جراحي عملیات تر سره کوي او افغان ډاکټران به هم پکې روزل کېږي.»

په کابل کې د افغاني سرې میاشتې روغتون له ګڼې ګوڼې په یوه ډک دهیلز کې، یو لکړه په لاس سپین ږېرې چې سترګې یې پردې لري،، خپلې معاینې ته انتظار دی.

 ناروغ، جمال‌الدین وايي: دلته چې ډاکټرانو زموږ کوم معاینات وکړل د دغو معایناتو پایله دا راووتله چې زموږ د سترګې د پردې ستونزه وه. نو دغه پاڼه یې راکړه چې معاینات مو وکړل بیا د عملیات امر راکوي.

په داسې حال کې چې ډېری کورنۍ  خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د تللو توان نه لري، دا ډول نوښتونه نه یوازې د ناروغانو سترګو ته رڼا راولي، بلکې د دوی په زړونو کې د هیلې  یوه ډېوه هم بلوي.

د دغې ټولنې مسوولان غواړي خیریه بنسټونه د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره دوامداره همغږي او همکاري و لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه