د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې، شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
یونېسف د مناسبو ښوونیزو بنسټونو نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت، د روغتیایي اسانتیاوو او په شرایطو برابرو ښوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د دې محرومیت له اصلي لاملونو ګڼلي دي.
یونیسف خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام د افغانستان د نوي نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په دې راپور کې راغلي:«په افغانستان کې، شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي. ډېری دغه ماشومان د ښوونځیو د مناسبو ودانیو، پاکو اوبو، لازمو روغتیایي اسانتیاوو او د مسلکي ښوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو، د کمښت له امله نشي کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»
د پوهنتون استاد حکمتالله میرزاده په دې هکله طلوعنیوز ته وایي:«د افغانستان د پوهنې سکتور دمګړۍ له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دی، چې پهکې د بنسټیزو جوړښتونو نیمګړتیا، د مسلکي او متخصصو ښوونکو کمښت، د معیاري او عصري نصاب نشتوالی، د ټولنې کلتوري کمزورۍ او سیاسي محدودیتونه شامل دي.»
ورته مهال، ځينې ښوونکي وايي، چې د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره باید زدهکړو ته جدي پاملرنه وشي او له نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه له یونېسف څخه غواړي، چې د زدهکړو د پرمختګ په برخه کې کار وکړي.
د پوهنتون استاد ذکي محمدي په دې هکله وویل:«باید د نجونو او هلکانو زدهکړو ته زمینه برابره شي. له هر پلوه باید شرایط برابر شي؛ که له مادي پلوه لکه ودانۍ، د لیکلو توکي او که نور امکانات وي، او که له معنوي پلوه، یعنې ښوونه او روزنه په کیفیت سره ترسره شي.»
هممهاله، ځینې زدهکوونکې نجونې یوځل بیا له اسلامي امارته غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي بېرته پرانیزي.
یوې زدهکوونکې حاسنات په دې هکله د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«څلور کاله کېږي، چې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي. موږ له اسلامي امارته غواړو، چې ښوونځي پرانیزي.»
بله زدهکوونکې دیانا هم وايي:«ما غوښتل چې په راتلونکي کې ډاکټره شم؛ خو اوس مې راتلونکی معلوم نهدی. زه له اسلامي امارته غواړم چې، د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.»
یونېسف له دې مخکې هم ویلي و، چې په افغانستان کې، تر اوسه شاوخوا ۲٫۲ مېلیونه نجونې، د دغو محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې شوې دي، چې له دې شمېره یوازې ۴۰۰ زره یې په روان کال پورې اړه لري.
په دې اړه مو اندونه