Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې ۵۲۵ تازه راستنو شویو کورنیو ته مرستې و وېشل شوې

پکتیا کې له پاکستانه تازه را ایستل شویو ۵۲۵ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د مسوولینو په خبره په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه کېږدۍ، درې کمپلې، خوراکي توکي او د پخلنځي وسایل ورکړ شوي دي. 

پکتيا کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې رییس، نثار احمد نجات و ویل: «دا هغو کسانو ته ورکول کیږي چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي. ۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي دي.»

ورته مهال له کډوالۍ تازه راستنې شوې کورنۍ له مسوولینو د دایمي سرپناه او کاري زمینو برابرولو غوښتنې کوي.

پکتیا ته له پاکستانه تازه راستون شوي، بهادر و ویل: «د سرپناه لپاره موږ سره دومره وسایل نشته چې موږ کوټې پټې کړو، اوس مو چې کوټې پټې کړې، دروازې نه لرو.»

له پاکستانه بل راستون شوي، محمد طارق و ویل: «خلکو ته باید کارونه پیدا کړي او ورته استوګنیز کورونه جوړ کړي.»

خو د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین بيا وايي، د ګردېز ښار په یوه ښارګوټي کې تازه راستنو شویو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. 

د پکتيا ولايت مقام استازی، عزيزالله قانت وایي: «هغه کورنۍ چې بیخي ځمکې نه لري، تاسو په جریان کې یاست چې د کډوالو په ښارګوټي کې سل کورونه جوړیږي ورته، د هغو لپاره جلا کمېټه جوړه شوې او بیا به ورته وېشل کیږي خو کوم کسان چې اوس مهال سرپناه نه لري، هغوی ته مو خېمې په پام کې نیولې دي.»

له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو په دویم پړاو کې تر دې مهاله ۵۲۵ کورنۍ پکتیا ته راستنې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه