Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسحاق ډار: د چین په غوښتنه مو له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي

پاکستان وایي دغه هیواد د چین په غوښتنه له کابل سره خپلې اړیکې پراخوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار وایي، دغه هېواد د چین په غوښتنه له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

اسحاق ډار په یوې خبري غونډه کې وویل، چین دا غوښتنه په بیجینګ کې په درې‌اړخیزه غونډه کې کړې وه.

ډار زیاتوي: «په درې‌اړخیزه غونډه کې چې له چین او افغانستان سره مو لرله، موږ ته وویل شول چې چین له افغانستان سره د سفیر په کچه رسمي اړیکې لري او وړاندیز یې وکړ چې پاکستان دې هم خپل ډیپلوماتټیک تعامل لوړ کړي؛ لکه څنګه چې څو نورو هېوادونو هم دغه کار کړی. ما لس ورځې وروسته هغوی ته خبر ورکړ چې موږ هم خپلې اړیکې د سفیر کچې لوړې کړې.»

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې افغانستان ته د یو داسې ګاونډي هیواد په توګه اشاره وکړه چې تاریخي مشترکات لري او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

 د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر بیا وايي: افغانستان زموږمسلمان او ګاونډی هېواد دی او موږ له پېړیو راهیسې تاریخي اړیکې لرلې دي. د تېرو څو کلونو اختلافات زموږ له لوري په رېښتینولۍ سره د ترمیم په حال کې دي. زه باور لرم چې دا پرمختګونه به پاکستان ته ډېر مثبتې پایلې ولري»

له بلې خوا، د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان لخوا په اسلام اباد او کابل کې د سفیرانو ګومارل یو مثبت ګام بللی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هیواد یې چمتو دی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لېن جیان بیا وايي: «موږ باور لرو چې دا اقدام به له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي څو خپل باور او همکاري پیاوړې کړي، او په ګډه د سیمې د سولې او ثبات د پراخولو لپاره هڅه وکړي.
چین چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې رغنده رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنونکی، معین گل څمکنی هم وايي: «د چین موخه دا وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي او وتوانېد چې د دواړو هېوادونو اړیکې د سفیرانو تر کچې لوړې کړي چې دا یو مثبت کار و چې ترسره شو.» 

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د می په ۳۰مه اعلان وکړ چې هیواد یې په کابل کې د خپل سفارت د شارژدافیر موقف سفیر ته لوړ کړی دی. اسلامي امارت هم، په ورته اقدام کې یوه ورځ وروسته، په اسلام آباد کې د خپل سفارت د شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه