Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: له افغانستانه د امریکا وتلو پر پاکستان اغېز کړی دی

د پاکستان د خلکو ګوند مشر، چې واشنګټن ته تللی، وايي چې هغه به له امریکایي چارواکو سره د افغانستان اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري، چې د خپل هېواد د سولې د طرحې تر وړاندې کولو وروسته له نیویارکه واشنګټن ته تللی، وایي چې له امریکايي چارواکو سره به یې د خبرو یوه مهمه برخه د افغانستان پر وضعیت متمرکزه وي.

زرداري یو ځل بیا ادعا وکړه چې پاکستان د امریکا له‌خوا د افغانستان له پرېښودو او هلته له پاتې امریکايي وسلو څخه اغېزمن شوی دی.

بوټو زیاتوي: "موږ به د ترهګرۍ، افغانستان او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو. دا هغه موضوعات دي چې زموږ اړیکو ته یې له تېرو څو لسیزو راهیسې ستونزې جوړې کړې دي. د امریکايي ځواکونو وتل، او دا چې وسلې څنګه هلته پاتې شوې، نن زموږ لپاره یو جدي سرخوږی دی. دا مسئله اوس پر پاکستان مستقیم اغېز لري."

هغه زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ باید پراخې شي او تمه لري چې له امریکا سره به پر دې موضوعاتو رغنده خبرې ولري.

 د پاکستان د خلکو ګوند مشر زیاته کړې:"موږ لا زیاتو سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لرو څو د هغه وضیعت او ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړو، چې د کابل له سقوط وروسته رامنځته شوي دي. له همدې امله، موږ د پراخو خبرو غوښتونکي یو، داسې خبرې چې د ترهګرۍ موضوع هم پکې شامله وي، څو وکولای شو یو ګډ سیمهییز او نړیوال چوکاټ رامنځته کړو. موږ له امریکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خبرې په مخکې لرو، چې زما په اند به ډېرې ګټورې وي."

زرداري دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې کابل له اسلامي اباد غوښتي، ترڅو له بې اساسه څرګندونو ډډه وکړي.

 د سیاسي چارو شنونکي، محمد زلمی افغانیار په دې اړه داسې وايي: «پاکستان د سیمې هېوادونه ګواښي. د افغانستان حکومت د اقتصادمحوره سیاست اعلان کړی دی. ایا پاکستان کولای شي همدا پیغام افغانستان ته هم منتقل کړي؟ ایا پاکستان کولای شي له اقتصادي معامله‌ګرۍ لاس واخلي او هڅه ونه کړي چې د امریکا سره یو ځای د افغانستان حکومت له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي؟»

د یادونې ده، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې له اوږدې مودې ترینګلتیا وروسته؛ دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او دیپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته رسولې؛ خو وبه لیدل شي، چې دا چاره د یادو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حلوی شي او که نه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه