Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه راستنېدونکو ته له ۵۱ زرو د زیاتو سیمکارټونو وړیا وېش

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیله څه باندې ۵۱ زره مخابراتي سیمکارټونه په وړیا ډول وېشل شوي.

۲۰ کلن روح الله له خپلې کورنۍ په پاکستان کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ له تنګېدو وروسته خپل وطن ته را ستون شوی دی.  
نوموړی وايي، لاهم نږدې خپلوان او ملګري یې د دوی له را ستنېدو څخه خبر نه دي. 

له پاکستانه را ایستل شوی، روح الله وايي:  (مونږ یې ونیولو او له پاکستانه یې را واړولو اوس راغلی یم تورخم کې مې کورنۍ سره اړېکه نه ده نیولی دلته راغلی یم تر څو سیم کارټ ترلاسه کړم او خپلې کورنۍ سره اړېکه ونیسم.)

ځینې نور تازه را ایستل شوي وايي چې داسې مهال له پاکستانه د را ایستل کېدو پرمهال له خپلوانو سره د خبرو کولو فرصت نه وو ورکړل شوی خو د تورخم ښار ګوټي د کډوالو عمري لنډمهالي پنډغالي ته په رسېدو یې دا ستونزه حل شوه.

له پاکستانه را ایستل شوی، عمران هم وايي:  (له پاکستانه په ډېر بد وضعیت کې را وایستل شو، ډېره بده رویه یې مونږ سره وکړه، دلته د تورخم عمري کمپ ته راغلو دلته یې راته سیم کارټونه راکړل؛ تر څو خپلوانو سره اړېکه ونیسو.)

له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، سمیع الله زیاتوي: (موږ یې په ډېر بد وضعیت کې را واړولو اوس دلته عمري کمپ ته راغلو سیم کارټونه یې راکړل اوس به خپلوانو سره اړیکه ونیسو چې مونږ یې په تورخم را واړولو.)

د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي په عمري لنډمهالي پنډغالي کې د پنځو مخابراتي شرکتونو پرمټ یې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې د دویم پړاو له پیله تر دامهاله شااوخوا ۵۱ زره سیمکارټونه په وړیا ډول وېشلي دي.

د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس، ذبیح الله ذکي بیا وايي: (تردې مهاله ۵۱ زره درې اوویا سیم کارټونه وېشل شوي دي د هرې فورمۍ په بدل کې ۳ سیم کارټونه ورکول کېږي هغه کې له یوې شبکې اخلي یا یې له درېیو شبکو اخلي.)

د یوه خصوصي مخابراتي شرکت استازی ، عمران مومند خپل نظر داسې څرګندوي: (په دغه سیم کارټونو کې یو جي بي انټرنیټ او دوه سوه دقیقې په وړیا ډول ورکول کېږي او په ټولو انټرنېټي وړاندیزونو کې پنځوس سلنه اضافي انټرنېټ ورکوو.)

له پاکستانه د ای سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې مهال پیلېږي چې د دغه هېواد حکومت د POR کارډ لرونکو افغان کډوالو ته د روان لمریز کال د جون میاشتې دیرشمه وروستی ضرب الاجل ټاکلی.

ځینې تازه را ایستل شوي وايي، داسې مهال له پاکستانه د را ایستل کېدو پر مهال له خپلوانو سره د خبرو کولو فرصت نه وو ورکړل شوی خو دا ستونزه یې اوس حل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه