Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه تر ۴۰۰ زیات بنديان افغانستان ته را ولېږدول شول

ه تېر کال کې، له ۴۰۰ زیات افغان بندیان چې په ایران کې په بند محکوم شوي وو، هېواد ته را لیږدول شوي دي.

د زندانونو د سمون چارو اداره وايي،  تېر یو کال کې له ایرانه تر څلور سوه زیات هغه بندیان ازاد شوي، چې هلته پرې د بند حکم شوی وو.

دا بندیان په دوو پړاونو کې هېواد ته را لېږدول شوي دي.

د یادې ادارې ویاند ویلي، چې را لېږدول شویو بندیانو ته له خپلې کورنۍ سره د ملاقات په ګډون ټول حقونه ورکړل شوي او ټول خدمات ورته برابر دي.

د زندانونو د سمون چارو ادارې ویاند، محمد نسیم لالهاند په دغه برخه کې وايي: «۴۰۸ کسان تسلیم شوي دي. د بندونو د سمون چارو ادارې هغوی ته ټول لازم اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت سفیر وايي، چې اوس مهال په دغه هېواد کې هم ۱۳ افغانان په بند کې شپې او ورځې تېروي.
سهیل شاهین وايي، هڅه کوي، چې د یادو افغان بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، طلوع‌نیوز ته ویلي: «په قطر کې ټول ټال دیارلس افغان زندانیان دي. تېره اونۍ د اسلامي امارت کونسل او زه، د بندیانو د مسوول له‌خوا، د قطر مرکزي بندخونې ته لاړو، د هغوی ستونزې مو واورېدې او له مسوولو چارواکو سره مو شریکې کړې.»
د نظامي چارو شنونکي، هادي قریشي، طلوع‌نیوز ته وویل: «د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو او د افغانستان او هغو هېوادونو ترمنځ د متقابلو تعاملاتو له مخې چې افغانان پکې بنديان دي، بنديان باید افغانستان ته ولېږدول شي او د هغوی دوسیې باید افغانستان ته وسپارل شي.»

تر دې وړاندې د وري میاشتې په ۲۹مه د زندانونو د سمون چارو ادارې خبر ورکړی وو، چې په ایران کې نږدې دوه سوه هغه افغانان، چې په اوږد مهالي او لنډ مهالي بند محکوم شوي وو، دوی ته سپارل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه