Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوزبیکستان د افغانستان له حکومت سره پر رغنده تعامل ټینګار کوي

اوزبیکستان یو ځل بیا له اسلامي امارت سره په سیمه‌یزو تعاملاتو کې خپل رول د یوه مهم لوبغاړي په توګه څرګند کړ.

د تاشکند د نړۍوال پانګوالۍ فورم په پرانیستونکې وینا پر مهال، د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان له سرپرست حکومت سره د رغنده خبرو اترو پر اړتیا له ټینګار سره ویلي، چې د اسلامي امارت د انزوا دوام د سیمې په ګټه نه‌ده. او اوس تر هر بل وخته د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرې او تعامل ډېر اهمیت لري.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل:«په نړۍواله اجنډا کې یوه بله مهمه موضوع د افغانستان د دوامدار او سوله‌ییز پرمختګ ملاتړ دی. اوس تر هر بل وخت ډېره مهمه ده، چې په نړۍوال ډګر کې د دغه هېواد له اوسني حکومت سره رغنده خبرې وشي او د هغه د انزوا مخه ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«اوزبیکستان کولای شي چې لومړی له موږ سره خپلې اړیکې ټینګې کړي، او بیا زموږ لپاره په سیمه، نړۍ، او نړۍوالو کچو کې ښه لابي وکړي. دا هېواد د افغانستان د خلکو د یوه ښه دوست په توګه مهم رول لوبولی شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د "تاشکند د پانګونې نړۍوال فورم" کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته سفر کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، دغه سفر د اوزبیکستان له لوري له اسلامي امارت سره د پیاوړو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره یوه هڅه بللې ده.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی طلوع‌نیوز ته وايي:«تاشکند هم له حکومت سره ښې اړیکې لري او هم په دې وروستیو کې د افغانستان له عامو خلکو سره متوازن تعامل کړی دی. موږ له نورو هېوادونو هم غواړو، چې پر افغانستان سیاسي او اقتصادي محدودیتونه لرې کړي او له افغانستان سره همغږي ولري.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نجیب‌الرحمن شمال هم ویلي:«له اوزبیکستان سره د افغانستان د اړیکو پراخېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي. دا یوازې د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت نه‌دی؛ بلکې اوزبیکستان توانېدلی، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له سوېلي اسیا سره ونښلوي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د عامه‌ګټو په پروژو کې جدي اقدامات وکړي.»

همداراز، د اوزبیکستان د ملي امنیت شورا مرستیال له دې مخکې ویلي و، چې هېواد یې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره، په سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو کې د ګډون لپاره د افغانستان د اوسنیو استازو پر بلنه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د نړۍوال تعامل په چوکاټ کې حرکت کوي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ترجیحي هوکړه‌لیک لاسلیک کېدل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیک او د عمل پلان د تاشکند د څلورم نړۍوال کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه‌لیک به د تعرفو په راکمولو، د سوداګریزو خنډونو په لرې کولو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د توکو د لاسرسي په اسانتیا، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لوړوالي کې مرسته وکړي. 

دا هوکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف ترمنځ لاسلیک شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه