د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تاشکند د پانګونې په څلورم نړۍوال کنفرانس کې د ازبیکستان له جمهور رییس سره لیدنه کړې ده.
په سيمه کې له یوه باثباته افغانستان سره پر تعامل د ازبیکستان له ټینګار وروسته، د دغه هېواد ولسمشر شوکت ميرضيايف د «تاشکند د پانګونې د څلورم نړیوال کنفرانس» په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدين عزيزي سره وکتل او د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوژستيک، انرژۍ، کرنې او کانونو د استخراج په برخو کې یې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «دواړو خواو د سوداګرۍ او اقتصاد، ټرانسپورټ، لوجستیک، انرژۍ، کرنې او همداراز د کانونو د را ایستنې په برخو کې د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.»
نورالدين عزيزي له خپل ازبیک سيال لزیز قدرتاف سره د ترجيحي سوداګرۍ هوکړه او د افغان-ازبیک د ګډ عمل پروګرام سند لاسليک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وينا، دا اسناد به د تعرفو کمولو، سوداګريزو خنډونو لمنځه وړلو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د توکو د لاسرسي اسانولو، د خصوصي سکتور د ملاتړ، د دوه اړخيزې سوداګرۍ د کچې لوړولو، پانګونې ته د هڅونې او د سيمه ييزې سوداګرۍ د پایېدونکې غوړېدا زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصير رښتیا هم وايي: «هغه هوکړهلیکونه چې د ترجیحي تعرفو په برخه کې لاسلیک شوي، بېشکه کولای شي د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو، ګډو همکاریو، ګډو پانګونو او ګډو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو په ګټه تمام شي.»
اوسمهال د کابل او ټاشکند ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې یو میلیارډ ډالرو ته رسېدلې او د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که دا تړونونه پلي شي، دا کچه به د پام وړ زیاته شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې وياند، جان آقا نويد خپل نظر دا ډول شریکوي: «د دواړو هېوادونو لپاره د ترجیحي تعرفو په پام کې نیول او همداراز د هغو پروژو عملي کېدل چې مخکې پرې قراردادونه شوي او خبرې اترې هم ترسره شوې، یو ښه ګام دی چې کولای شي د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د خلکو پر ژوند او اقتصادي تبادلو مثبت اغېز ولري.»
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدا راز اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د تېرو ژمنو د تعقيب، د سوداګرۍ داسانتيا، ګډې پانګونې، د صادراتو د پراختیا او د توکو د ټرانزيټ په تړاو خبرې کړې او دواړو لورو د اقتصادي اړيکو پراخولو او د اوږدمهالو همکاريو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو ته پر خپل هوډ ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه