د ایران د حقابې تامینېدل، په وروستیو څو کلونو کې د کابل او تهران ترمنځ یوه جنجالي مسأله ده.
د ایران د حکومت ویاندې ویلي چې دا مهال د هلمند له سینده د ایران د حقابې یوه برخه انتقالېږي او ټینګار یې کړی چې د دغه بهیر د دوام لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
د ایران د حکومت ویانده، فاطمه مهاجراني وايي: «دهلمند سیند دحق آبې مساله یوه پخوانۍ موضوع ده او حکومت یې لاهم د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د حل کولو هڅه کوي. له نېکه مرغه، د اوبه یوه برخه لا دمخه د رارسېدو په حال کې ده او د دې جریان د ساتلو لپاره خبرې اترې لاهم روانې دي.»
د سیاسي چارو شنونکی، فضلالرحمن اوریا په دغه برخه کې وايي: «د ایران د حقابې ستونزه د افغانستان لهخوا بشپړه حل شوې ده؛ خو که د ایران اسلامي جمهوریت په دغه برخه کې اندېښنې لري، کولای شي د ډيپلوماسۍ له لارې خبرو ته داخل شي. د دواړو هېوادونو ډېرې ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.»
اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د ایران د حق ابې ورکړې ته ژمن دی. تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې د دغه هېواد د حق ابې تامینېدل د ایران د سفارت په کاري لومړیتوبونو کې راځي.
د اوبو د مدیریت چارو کارپوه، نجیبالله سدید خپل نظر داسې وړاندې کوي: «زما په نظر ایران خپل حق ترلاسه کړی دی. د اوبو د سپارلو د څرنګوالي لپاره د پروټوکول نشتوالی، د دغو ناندریو لامل شوی دی..»
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د وخت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د وخت لومړي وزیر امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی دی؛ د دغه تړون له مخې، د اوبو د شتوالي په صورت کې، افغانستان باید ایران ته په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعب اوبه ورکړي.
په دې اړه مو اندونه