Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت او ځینو پخوانیو افغان چارواکو هم پر ایران برید غندلی دی

پر ایران د اسرییل برید افغانستان کې هم پراخ غبرګونونه را پارولي دي. 

اسلامي امارت دغه برید د "نړۍوالو حقونو د بنسټیزو اصولو، د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه" بللې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې په سیمه کې د ناامنۍ او بې ‌ثباتۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د اسراییل له لوري د ایران پر اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړۍوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي.»
 
د نړۍوالو چارو شنونکي، واحد فقیري و ویل: «پر ایران د اسراییل څرګند تېري د ټولې سیمې سوله او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی او ایران دې ته اړ کوي چې له ځانه دفاع وکړي او متقابلو بریدونو ته مخه کړي، چې دا خپله اوږدمهالې جګړې ته زمینه برابروي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د اسراییل دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده. 

حامد کرزي ویلي، نړۍ اوس تر بل هر وخته سولې ته اړتیا لري. 

پخواني ولسمشر زیاته کړې: «پر ایران د اسراییل وسله وال برید، چې د ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو او استوګنیزو سیمو ته د زیان رسېدو لامل شوی، له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دی او په کلکه یې غندم. ایران یو ښه ګاونډی دی چې له افغانستان سره تاریخي او کلتوري مشترکات لري او تل یې په تحولاتو کې زموږ د خلکو مرسته او ملاتړ کړی دی.»

عبدالله عبدالله بیا په تنده ژبه دغه بریدونه "د اسراییل د ترهګریزو سیاستونو ښکاره نښه" بللې ده.

هغه ویلي: «د صهیونیستي رژیم له خوا د ایران پر خاوره ښکاره او ناقانونه یرغل په شدیدو ټکو غندو. دا دښمنانه عمل نه یوازې د ټولو نړۍوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د دغه رژیم د ترهګریزې او پراخېدونکې پالیسۍ ښکاره نښه ده.»

خو د سیمې تحولات، په ځانګړې توګه د اسراییل او ایران ترمنځ د ترینګلتیا زیاتېدل به پر افغانستان څه اغېزې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکي، سید عبادالله صادق په دې اړه و ویل: «دا به په راتلونکي کې هم پر افغانستان او هم پر سیمه منفي اغېز وکړي په ځانګړي ډول پر افغانستان. ایران سره زموږ د سوداګرۍ کچه نږدې درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.»

افغانستان له ایران او پاکستان سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او وخت ناوخته په سیمه، په ځانګړې توګه په ایران کې ترینګلتیاوې پر افغانستان منفي اغېز کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه