د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیري وایي، د روان زېږیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ایرانه ۶۳۲ زره افغانان راستانه شوي دي.
دغه کډوال وایي، په ایران کې پولیسو ورسره ناوړه چلن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند فرامرز برزین طلوعنیوز ته و ویل: «د جنوري له لومړۍ نېټې د مې تر ۳۱مې، له ایرانه څه باندې ۶۳۲ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. که د اپرېل له لومړۍ نېټې یې تر دې دمه حساب وکړو، هره ورځ شاوخوا ۵۵۰۰ کډوال له ایرانه راستانه شوي دي.»
بلخوا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې د روان کال په مې میاشت کې څه باندې پنځلس زره کورنۍ له ایرانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
یاسین او عبدالله دوه کاله وړاندې ایران ته تللي و او تازه هېواد ته راستانه شوي دي. دوی دواړه چې د یوه ولایت اوسېدونکي او ملګري دي، افغانستان کې د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
دغه دوه ملګري شاوخوا یوه میاشت وړاندې ایران کې و نیول شول او له لسګونه نورو کډوالو سره یوځای هېواد ته را ستانه کړای شول.
یاسین طلوعنیوز ته و ویل: «موږ یې له کرمانه، بیا زاهدان ته او له هغه ځایه افغانستان ته را وایستل شوو. مناسب خواړه نه یې نه راکول او پولیسو ناوړه چلن کاوه. دوه کاله مو کار وکړ، خو زموږ پیسې د کار له خاوند سره پاتې شوې. دلته هم کار نشته.»
عبدالله و ویل: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته کاري زمینې رامنځته کړي څو بیا کډوالۍ ته اړ نشو.»
د کډوالو د حقونو فعالان هم له کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایرانه غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
د کډوالو د حقونو فعال، محمدخان طالبي محمدزي و ویل: « کوربه دولت باید د انساني کرامت ساتنې ته په کتو سره د کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او دا چاره دې و ځنډوي.»
تر دې وړاندې ایراني چارواکو اعلان کړی و چې ټول هغه افغان کډوال چې د بېرته ستنېدو فورمې لري، یوازې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ تر ۱۵مې پورې وخت لري چې د ایران له خاوري و وځي.
په دې اړه مو اندونه