Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړو په لړ کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي

د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړو او هوایي بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنو نوې څپه رامنځته شوې ده.

هغه کډوال چې له کلونو راهیسې له اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخ دي، اوس له دغه نوي کړکېچ له احتمالي پایلو څخه وېره لري.

ایران کې یوه افغانه کډواله معروفه وایي:«پر ایران د اسراییلو برید، ټول کډوال اندېښمن کړي، او ټولو ته دا پوښتنه پیدا شوې، چې موږ له افغانستانه ایران ته پناه راوړې؛ که اوس په ایران کې جګړه وشي، نو دا کډوال به بل کوم هېواد ته پناه یوسي؟»

د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي که‌چېرې امنیتي شخړې دوام ومومي، نو پر افغان کډوالو فشارونه نور هم زیاتېدلای شي.

د کډوالو د حقونو فعال جمعه‌خان پویا ویلي:«تمه کېږي، چې نړۍوال بنسټونه، لکه ای‌اواېم، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او نور بشري بنسټونه، د ایران حکومت سره له نږدې په تماس کې وي او د افغان کډوالو له حقونو، په ځانګړې توګه په دې شرایطو کې، دفاع وکړي.»

د سیاسي شنونکي په دې اند دي، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړې ټولې سیمې ته زیان رسوي، او هغه هېوادونه لکه افغانستان چې ډېر کډوال یې ایران ته لېږلي، باید د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره مناسب میکانیزمونه ولري.

د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین وایي:«د دې وضعیت منفي اغېزې د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان، او بالاخره پر افغان کډوالو طبیعي دي. نو له همدې امله، حکومتي چارواکي باید له اړوندو ایراني ادارو سره تفاهم ته ورسېږي، تر څو د افغانستان خلک او کډوال له دې وضعیته زیانمن نه شي.»

په وروستیو کلونو کې، په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي.

ایران څو ځله د افغان کډوالو د ستنولو پلانونه اعلان کړي، چې وروستی مورد یې اسناد نه‌لرونکي افغان کډوالو ته د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ تر ۱۵مې له ایرانه د وتلو ضرب‌الاجل ټاکل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه