Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې یو

د ایران پر ځینو ښارونو د اسراییلو د بریدونو له زور اخیستو سره هم‌مهاله، اسلامي امارت په ایران کې د افغان کډوالو د امنیت د خوندیتوب او د هغوی د اندېښنو د لرې کولو لپاره د دغه هېواد له چارواکو سره د تماسونو په تړاو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، وایي چې د اړتیا په صورت کې، د افغان کډوالو د زیان مخنیوي لپاره ځینې حل‌لارې هم په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلي مجاهد په دې اړه وویل:«هیله لرو، چې ان‌شاءالله، کډوال له زیانه خوندي پاتې شي او وضعیت د کنټرول وړ وي. موږ بیا هم له ټولو مسوولانو او ادارو سره په تماس کې یو، تر څو خدای مه‌کړه که کومه ستونزه رامنځته شي، د حل لارې ورته ولټوو.»

له بلې خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ایران کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې له نظامي حساسو سیمو، سیاسي غونډو او ګوندي فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«هغه افغان کډوالو چې په بهر کې مېشت دي له هغو مو هیله دا ده، چې له حساسو ځایونو څخه ډډه وکړي، په سیاسي غونډو کې برخه وانخلي او په رسنیو کې له غیرمسوولانه څرګندونو ډډه وکړي.»

په ایران کې مېشت افغان کډوال هادي حسني:«په دې دوو ورځو کې چې جګړه روانه ده، د کډوالو وضعیت تر منفي اغېزې لاندې راغلی. د جګړې دوام به د کار او ژوند شرایط نور هم خراب کړي.»

ایران د افغانستان یو ګاونډی هېواد دی چې د شته شمېرو له مخې، نږدې شپږ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي.

ویل کېږي چې په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او جبري ایستل هم په زیاتېدو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه