اسلامي امارت د افغانستان له استازي پرته، له هېواده بهر د افغانستان په تړاو د غونډو جوړول بې پایلې ګڼي.
"ټاکل شوې ده چې سبا په جنیوا کې د بشري حقونو د شورا په پنځوسمې ناستې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو راپور وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې تړاو وویل:«هغه ناستې چې له هېواده بهر او د افغانستان له استازي پرته جوړېږي، د افغانستان په ګټه نهدي او یوازې رسنيزه بڼه لري او هلته پای ته رسېږي؛ د افغانستان خلکو ته هېڅ ملموسه او ګټوره پایله نهلري.»
د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په هره غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره جوړېږي، باید د افغانستان یو استازی حضور ولري؛ خو ځینې غونډې د بشري حقونو په نوم جوړېږي، چې پر افغانستان فشار راوړي.»
له دې سره سره، اروپايي ټولنې اعلان کړی، د بشري حقونو شورا په پنځوسمې غوڼډه کې به، د افغانستان پر بشري وضعیت او د ریچارډ بېنټ د مأموریت پر غځولو بحث وشي.
د اجنډا له مخې، په لومړي ورځ به د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د ریچارډ بېنټ راپور وڅېړل شي.
د سیاسي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي وویل:«د دغو ناستو اغېزمنتیا په هغو هېوادونو پورې اړه لري چې څومره د بشري او انساني حقوقو ته ژمن دي.»
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاهپوش وايي:«موږ نه غواړو چې دا موضوعات یوازې شعار او خبرې پاتې شي. که دوی په رښتیا غواړي د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ترڅنګ وي، نو باید له اسلامي امارت سره توافق وکړي او داسې ګامونه واخلي چې موږ ښځې وکولی شو ورځ په ورځ له زیاتېدونکو محدودیتونو خلاص شو.»
ټاکل شوې چې دغه ناسته له سبا د جولای تر ۹ پورې د ملګرو ملتونو په مقر، ژنیو کې جوړه شي.
دا هم د یادونه وړ ده، چې تېر کال د زمري په ۳۰مه نېټه، اسلامي امارت د هېواد د وضعیت په اړه د ناسمو معلوماتو د وړاندې کولو له امله افغانستان ته د ریچارډ بېنټ راتګ بند کړ.
په دې اړه مو اندونه