په ایران د اسراییل د بریدونو له زیاتوالي سره همهاله، د کابل یو شمېر اوسیدونکو د دغو کړکیچونو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د اسلامي هېوادونو ترمنځ په یووالي ټینګار کوي.
په داسې حال کې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ ترینګلیاوې څلورمې ورځې ته رسېدلي دي، د کابل یو شمېر اوسیدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي نښتو دوام یوازې د بشري ناورین زیاتېدو لامل کېږي.
دوی پر دې باور دي چې اسلامي هېوادونه باید د دې جګړې د درېدو او د سیمه ییزې سولې د ساتلو لپاره د ګډ او پرېکنده دریځ په غوره کولو سره ګامونه پورته کړي.
د کابل اوسېدونکی، محمد الماس مهمند وايي: «کله چې جګړه پر تاسې تپل کېږي، نو اړینه ده چې خپل دفاع وکړئ. دا یوازې د ایران جګړه نه ده، بلکې د اسلامي امت ګډه جګړه ده. له همدې امله اړینه ده چې اسلامي هېوادونه یووالی وکړي لړ خپلمنځي اختلافات پایته ورسوي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، مطیع هم په دې اړه داسې وايي: «ایران زموږ ګاونډی هېواد دی او طبیعي ده چې د دغه هېواد جګړه به پر افغانستان هم اغېز ولري. جګړه د افغانانو د اندېښنې سبب شوې، ځکه موږ په ایران کې کډوال هم لرو او صادرات او واردات هم لرو، نو دا وضعیت اغېزناک دی.»
یو شمېر نور هېوادوال د افغانستان او ایران ګډې پولې ته په نغوتې سره وايي چې د دغو شخړو دوام به پر افغانستان هم منفي اغېز وکړي او اسرائیل باید پر ایران خپل بریدونه ودروي.
محبوبالحق په دې اړه طلوعنیوز ته وویل: «زه له اسراییله غواړم چې نور بریدونه ونه کړي او پر فلسطینیانو او ایرانیانو حملې پایته ورسوي.»
عبدالباعث، چې د کابل اوسېدونکی دی، وايي: «موږ د جګړې ملاتړي نه یو، ځکه بېګناه خلک پکې وژل کېږي. موږ دا غواړو چې دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ومومي.»
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د بېلابېلو نظرونو په خپرولو سره، پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي او د ایران پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه