Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسراییلو هوايي بریدونو له امله له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي

له ایرانه ځینې تاز راستانه شوي کډوال وايي د ایران پر ښارونو د اسراییلو هوايي بریدونو له وېرې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دوی په خبره د اسراییلو هوايي بریدونو له زیاتېدو سره، په ایران کې ډېری افغان کډوال د وېرې او اندېښنې په فضا کې ژوند کوي.

عبدالوهاب چې تازه له ایرانه هېواد ته راستون شوی او په تهران ښار کې یې ژوند کاوه د ایران پر پلازمېنې د اسراییل د بریدونو له زیاتېدو سره د دغه هېواد پرېښودو ته اړ شو.

له ایرانه راستون شوی عبدالوهاب طلوع‌نیوز ته وايي:«زه د تهران په اسلام‌شهر کې اوسېدم، هلته د اسراییلو توغندي ولګېدل. له هماغه ځایه وتښتېدو او هرات ته راغلو.»

هره ورځ درې زره افغان کډوال د اسلام کلا د پولې له لارې هېواد ته راستنېږي. د هرات د سیمه‌‌ییزو مسوولانو په خبره دغه افغانان په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

له ایرانه راستون شوي عزیر احمد طلوع‌نیوز ته وویل:«زه د مشهد له لارې هرات ته راغلم. زموږ کورنۍ په ایران کې د اسراییلو د بریدونو د وېرې له امله له یوه ځایه بل ځای ته کډه کوي، او پنډغالی (کمپ) هم تړل شوی دی.»

له ایرانه راستون شوی حمید الله هم وايي:«په ایران کې د جګړې له امله وېره وه؛ د دې لپاره چې مور او پلار مې نور ډېر په تشویش کې نه‌وي، افغانستان ته راستون شوم.»

د اسراییلو له‌خوا د ایران پر ښارونو د بریدونو دوام، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند د لا خرابېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د کډوالو د حقونو ځینې فعالان له ایرانه په امن ډول د افغان کډوالو راستنېدو ته د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات وايي:«د ایران اوسنی وضعیت د ډېرو افغان کډوالو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. ډېر کسان اړ دي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړتیا لري. هیله لرو چې یو مناسب میکانیزم جوړ شي څو افغان کډوال په درناوي بېرته ستانه شي او په هېواد کې د دوی لپاره د ژوند یو خوندي او باوري چاپېریال رامنځته شي.»

په ایران کې د افغان کډوالو حقونو فعال نظر نظري هم وویل:«د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو دوام د افغان کډوالو پر وضعیت ژور اغېز لري. دا حالت کولای شي د دوی ژوند، کار او سوداګري له ستونزو سره مخ کړي. که دا نښتې دوام ومومي، کډوال به ونه‌شي کولای چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.»

د ایران د حکومت د شمېرو پر بنسټ پنځه تر شپږ مېلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د ایران پر بېلابېلو ښارونو د اسراییل د پنځمې ورځې د هوايي بریدونو له دوام سره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه