د جي۷ هېوادونو تر سرمشریزې وروسته چې تېره ورځ (سېشنبه) د کاناډا په البرتا ښار کې جوړه شوه، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د روسیې پر وړاندې د نويو بندیزونو د یوې کڅوړې اعلان وکړ، چې له نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ طرحه شوې ده.
ښاغلي کارني ویلي، دا بندیزونه به د روسیې پر ځينو شخصیتونو، شرکتونو او بېړیو، په ځانګړې توګه جنګي بېړیو پلي شي، څو پر مسکو تر ټولو زیات فشار راشي. هغه همداراز اعلان وکړ چې له اوکراین سره به د دوو میلیاردو ډالرو زیاته نظامي مرسته کوي، چې پکې بېپیلوټه الوتکې، تجهیزات او زغروال ټانکونه شامل دي.
د کاناډا لومړي وزیر دا هم ویلي چې د G7 هېوادونه به د دفاعي او ټکنالوژۍ صنعتونو د ملاتړ او د عرضې د خوندي زنځیر د پیاوړتیا په موخه، د مهمو کانیزو توکو د تولید یو ائتلاف رامنځته کړي.
د جي هېوادونو مشران، چې تېره ورځ د کاناډا په البرتا ښار کې راټول شوي وو، یو ځل بیا له اوکراین خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې پر روسیې به سیاسي او اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.
په دې اړه مو اندونه