Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میرضیایف اندېښنه: نړۍ دې افغانستان هېر نه‌کړي

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې د پاملرنې د کمېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

 ښاغلي میرضایف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د «چین – منځنۍ اسیا» په دویمه غونډه کې ویلي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه بېلېدونکې برخه ده او وړاندیز یې وکړ چې د افغانستان مسایلو ته د رسیده‌ګۍ لپاره دې د چین – مرکزي اسیا د همکارۍ په اډانه کې یوه لوړپوړې ډله جوړه شي.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف: «موږ د نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان ستونزو ته د پاملرنې کمېدو په تړاو ژوره اندېښنه لرو؛ هغه هېواد چې زموږ د ګډې تاریخي، کلتوري او اقتصادي فضا یوه نه بېلېدونکې برخه ده. چین او د مرکزي اسیا هېوادونه د دغه هېواد د بیا رغونې او په سیمه‌‌ییزو بهیرونو کې د ادغام لپاره پراخ فرصتونه لري. موږ وړاندیز کوو، چې زموږ د همکارۍ په اډانه کې یوه لوړپوړې ډله جوړه شي، څو دې مسایلو ته رسیده‌ګي وکړي او د هغې غونډه د افغانستان د استازو په ګډون د ترمذ په سرحدي ښار کې جوړه شي.»

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف هم زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د رامنځته کېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو فعال ملاتړ کوي.

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف څرګندوي:«موږ په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټینګښت لپاره په فعاله توګه د نړۍوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کوو، دغه هېواد د سیمه‌ییز امنیت د ټينګښت یو مهم عامل بلل کېږي.»

په دې غونډه کې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ سولې او ټيکاو ته د رسېدو په موخه له افغانستان سره د همکارۍ پر زیاتېدو ټينګار وکړ.

 د چین ولسمشر شي جین‌پینګ وویل:«افغانستان زموږ نږدې ګاونډی دی. موږ باید همغږي پیاوړې کړو څو د پراختیایي ظرفیت لوړېدو، سولې، ثبات او بیارغونې ته د ژر رسېدو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړو.»

سرپرست حکومت هم د چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو د څرګندونو ستاینه کړې او په افغانستان کې یې ټيکاو د سیمې په ګټه بللی دی.

 د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:«موږ د دوی د دغه دریځ ستاینه او قدرداني کوو او له خپل اړخه ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو، چې افغانستان به د سیمې د یوه مهم په توګه، په سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال کې خپل رول ادا کوي. دا یو واقعیت دی چې افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی.»

که څه هم، د چین په ګډون د منځنۍ اسیا نور هېوادونه له سرپرست حکومت سره فعالې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو په دې منځ کې ازبیکستان تل له سرپرست حکومت سره پر دوامداره تعامل او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان  پرادغام ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه