Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصاد وزارت: بندیزونه د اقتصادي کړکېچ د ژورتیا اصلي لامل دی

د اقتصاد وزارت سرپرست ، د ناروې سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې، د بې وزلۍ او بیکارۍ د زیاتوالي یو لامل د بندیزونو دوام او د هېواد د اسعارو د زیرمو کنګلتیا بللې ده او له نړۍوالې ټولنې یې د دغو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافېر له افغانستان سره د دغه هېواد د ۸۰ مېلیون ډالرو بشري مرستې خبره کړې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب په دې هکله وویل:«په دې کتنه کې د ناروې سفارت شارزدافیر د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له خلکو سره ۸۰ مېلیونه ډالره بشري مرسته کوي.»

خو د اقتصادي چارو کارپوهان پر دې باور دي چې د دې لپاره چې افغانستان په نړیوالو بشري مرستو پورې تړلی نه وي، مرستندویه بنسټونه باید د اسلامي امارت په همکارۍ خپل ډېرې پیسې پر بیخ بنایي پروژو ولګوي او همداراز د نړۍ دې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

 د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا طلوع‌نیوز ته وویل:«که‌چېرې کانونه وایستل شي، خلکو ته د کار زمینه برابرېږي، او هم د حکومت عواید لوړېږي، چې دا به حکومت ته دا توان ورکړي چې خپل اقتصادي ستراتیژیک پروګرامونه او پلانونه عملي کړي.»

 د اقتصادي چارو شنونکی شمس‌الرحمان احمدزی هم وايي:«د افغانستان کنګل شوې پیسې یوازې د اوسني حکومت نه‌دي؛ بلکې د ټولو افغانانو ملي شتمني ده، چې د امریکا له خوا کنګل شوې ده. که دا پیسې خوشې شي، موږ کولای شو له نړۍ سره په مستقیم ډول ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د متحده ایالتونو له خوا کنګل شوې، او له بلې خوا چین د لیندۍ پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د متحده ایالتونو له خوا د افغانستان د شتمنیو پر د د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه