د پوهنې وزارت وایي، تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د هیواد په کچه ۱۱۰۰ مدرسو او ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
د دغه وزارت د ویاند منصور احمد حمزه په خبره، دغه ودانۍ یې د وزارت په بودیجه او د مرستندویه بنسټونو او سواګرو په مالۍ همکارۍ جوړې کړې دي.
هغه وایي، دغه موده کې نږدې ۳ زره هغه ښوونځي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، بېرته رغول شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند و ویل: «دغه ودانیز فعالیتونه د وزارت له بودیجې، همکارو ادارو، ملي سوداګرو او علم دوسته خلکو په مالي ملاتړ ترسره شوي، چې د څه باندې ۱۱ سوه ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې معیاري ودانۍ جوړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارلې شوې دي. دغه راز د شاوخوا ۳ زره ښوونځيو ودانۍ چې د اختلال ګرو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، بیارغول شوې دي.»
له بلې خوا، د پکتیا او خوست ولایتونو ځینې زدهکوونکي د لا زیاتو ښوونیزو اسانتیاو غوښتنه کوي.
پکتیا کې زدهکوونکي، روح الله و ویل: «کتاب چې نه وي نو ۵۰ سلنې زده کړه نه کیږي، یانې ۵۰ سلنې له ښوونکي او ۵۰ سلنې هم له کتابه زده کیږي.»
بل زده کوونکي، بلال احمد و ویل: «څومره چې چاپېریال ارام وي، هغومره زده کړه هم ښه وي او زده کوونکي هم هڅول کیږي. نو غوښتنه مو دا ده چې دغه برخه کې پاملرنه وشي.»
په روان کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه ماشومان د مناسبو ښوونیزو بېخ بناو، پاکو اوبو، روغتیایي اسانتیاو او پر شرایطو برابرو ښوونکو په ځانګړې توګه، ښځینه ښوونکو د کمښت له امله له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې دي.
د پوهنتون استاد، محمد اسلم دانشمل په دې اړه وایي: «هر ښوونځی باید معیاري کمپیوټر لب، کتابخونه او د ښوونکو لپاره منظم د تدریس توکي او ال سي ډي ولري څو په ښه توګه ښوونه رامنځته شي.»
تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۶زره او ۸۱۹ د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په خبره، له دغو ټولګیو څه باندې ۱۲۲زره کسان فارغ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه