Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: د ناروې له لوري د ا.ا د استازي منل د باور جوړونې پر لور مثبت ګام دی

په افغانستان کې له سیاسي بدلونونونو او له ډېری لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو له سړېدو څلور کاله وروسته، اوس د اړیکو د ورو ورو ګرمېدو نښې لیدل کېږي.

په تر ټولو تازه مورد کې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ناروې د سفارت له شارژدافېر سره کتلي دي.

په دې کتنه کې چې تر ډېره پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ‌ییزو تحولاتو ورټوله وه، امیرخان متقي د ناروې لخوا د اسلامي امارت د ډیپلوماتیک استازي منل د باورجوړونې پر لور یو «مثبت ګام» بللی دی.
 
 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیاء احمد تکل ویلي: په یو لړ دوه اړخیزو او سیمه ييزو مسایلو یې خبرې سره وکړې. د هېواد بهرنیو چارو وزیر د ناروې لخوا د اسلامي امارت د ډيپلوماټ منل په اړیکو او باور جوړونه کې یو ښه پرمختګ وباله.  

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سیمې د کړکېچن وضعیت، په ځانګړي توګه د ایران او اسرائیلو د شخړو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان چمتو دی د اسلامي او انساني اصولو په اډانه کې د ایران له خلکو سره همکاري وکړي.
 
په کابل کې د ناروې سفارت شارژدافېر په نږدې راتلونکي کې د وضعیت د ارزولو او له  کابل سره د اړیکو د پراختیا په موخه، افغانستان ته د خپل هېواد د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی. هغه ګام چې د کارپوهانو په اند د اسلامي امارت او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د نورو خبرو اترو لپاره زمینه برابرولای شي.

د پوهنتون استاد، عبدالناصر شفیق هم وايي: د هېوادونو اړیکې چې څومره له افغانستان سره پراخې شي، هماغومره به د دواړو لورو په ګټه وي. په ځانګړي ډول افغانستان ته چې اړتیا لري له نړۍ سره اړیکې ولري، همداراز نړۍ هم باید له افغانستان سره اړیکې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی، فضل من الله ممتاز په دې اړه وايي: اروپایي هېوادونه، په ځانګړي ډول د سیاسي مسایلو په برخه کې، اکثره د امریکا لید ته ګوري. نو هر اقدام چې په دې برخه کې کېږي، یو مثبت ګام او ښه پرمختګ بلل کېږي. دا اړینه ده چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل ډيپلوماټيک سیستم کې له تجربه‌لرونکو، متخصصینو او کارپوهانو ګټه واخلي.

ناروې تردې وړاندې د افغانستان په تحولاتو کې فعال رول لوبولی دی، که هغه د مخکیني حکومت په دوره کې و او که له وروستیو تحولاو وروسته.
 
په وروستیو کلونو کې په اوسلو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو ګڼې غونډې شوې دي، چې د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د دغه هېواد لیوالتیا ښیي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه