د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، تېره شل کلنه مبارزه د خپلواکۍ او شریعت پلي کولو لپاره وه او د ځپنې او امتیاز اخیستو لپاره باید ترې ګټه وانه خیستل شي.
خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز د خلکو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست و ویل: «جهاد خو مو د دې لپاره نه دی کړی چې ځان چوکۍ ته ورسوم او ځان به یو زورواکی او واکمن جوړوم. جهاد خو د دې لپاره کړی چې دغه پاکه خاوره موږ له کفر او فساده ازاده کړو.»
هغه په دولتي ادارو کې د تنقیصاتو په اړه زیاته کړه: «تنقیصات د غیر اړینو بستونو د کمولو لپاره چې هم پر بودیجه او هم پر ملت فشار اچوي، ترسره کیږي.»
دغه غونډه کې قومي مشرانو د بيارغونې، روغتيا، پوهنې او اوبو بندونو جوړولو په ګډون د بنسټیزو پروژو په برخه کې خپلې غوښتنې مطرح کړې دي.
پکتیا کې قومي مشر، جمعه خان و ویل: «زموږ بڼونو کې چې مېوې ورسیږي نو موسم یې را ورسیږي او مڼې کیلو په ۶۰ او ۷۰ افغانۍ کیږي. زموږ ګاونډیان زموږ په مېوو سوداګري کوي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت مشر د فرمان لمخې، ټولو ته عامه بښنه شوې او د تېرو کړنو په اړه له هيڅ چا سره حساب نه کیږي.
په دې اړه مو اندونه