Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بیکدلي د اسلامي امارت د دریځ او د افغانستان د خلکو د ملاتړ ستاینه وکړه

په کابل کې د ایران سفارت، د ایران او اسراییل د جګړې په تړاو د اسلامي امارت له دریځه او د افغانستان د خلکو له ملاتړه ستاینه کړې ده.

د دغه سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ایران د ګاوندیانو لکه افغانستان ملاتړ ډېر ارزښتناکه ګڼي او هغه یې د بریا لامل وباله.

ښاغلي بیکدلي وویل:«زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې د مسلمانانو، په ځانګړې توګه د ایران ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان د خلکو ملاتړ، زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. موږ له افغان ولسه غواړو چې په دې حساسو شېبو کې زموږ تر څنګ ودرېږي، موږ ته دعا وکړي او د اسلامي امت د یووالي د ښودلو لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.»

ښاغلي بیکدلي زیاته کړه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي له رسنیو او ټولنیزو شبکو په ګټې اخیستو، په ایران کې د افغان کډوالو له موضوع ناوړه ګټه واخلي او د کابل او تهران ترمنځ په اړیکو کې درز رامنځته کړي.

د ایران سفارت سرپرست ټینګار کوي چې ایران له ۴۸ کلونو راهیسې د افغان کډوالو لپاره ښه کوربه و او اوسمهال شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان په ایران کې د ایرانیانو ترڅنګ له محدودیت پرته ژوند کوي.  

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست څرګنده کړه:«په تېرو ۴۸ کلونو کې، مېلیونه افغانان، ښايي څه باندې ۲۰ مېلیونه، ایران ته راغلي، هلته یې ژوند کړی او بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا مهال شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، لکه څنګه چې زموږ خپل خلک ژوند کوي. زموږ هغه افغانان وروڼه او خویندې چې په قانوني توګه ایران ته راغلي او دلته مېشت دي، ، د ژوند لپاره هېڅ ډول محدودیت نه‌لري.»
 
د ایران سفارت سرپرست د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر دوام ټینګار کوي او وایي چې دا دوه هېوادونه ان د جګړې په شرایطو کې هم کولای شي ګواښونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پر فرصت بدل کړي او دا اراده د دواړو هېوادونو د چارواکو، خصوصي سکټور او خلکو په منځ کې شته.

علي رضا بیکدلي وویل:«موږ د تېرو کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټونه پراخ کړي دي؛ د ټرانسپورټ تړاوونه، ګمرکي مناسبات، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړین تړوني بېخ‌بناوې تنظیم شوي دي. په تېرو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د ښو لیدنو او سفرونه شاهدان هم وو. له دې وروسته به هم موږ دغې لړۍ ته دوام ورکړو او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د ایران او افغانستان اړیکې به په د لوړ په لور له نن څخه یو ښه راتلونکی ولري.»
 
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران سفارت وايي چې د دغه هېواد حکومت تېر کال د هغو وګړو د تنظیمولو بهیر پیل کړی چې په ناقانونه توګه په ایران کې اوسېدل او په افغانستان کې چارواکي هم د دغه بهیر له جزیاتو خبر کړای شوي دي.

د رضا بیکدلي په وینا، ایران هڅه کوي چې د هغو کسانو لپاره قانوني زمینه برابر کړي چې تر اوسه یې په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه