د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د امریکا له لوري د افغانستان د ارزي زیرمو پر بندېدو نیوکه وکړه او دا کار یې غیر قانوني وباله او غوښتنه یې وکړه چې دا زیرمې له کوم شرطه پرته ژر تر ژره خوشې شي.
ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د امریکا دا اقدام د هېواد د اقتصادي پرمختګ طبیعي بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
ښاغلي متقي د اسلامي همکاریو د سازمان غړو هېوادونو ته هم وویل چې د انساني او اسلامي مسوولیت پر بنسټ، د دغو بندیزونو د رفع کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دې هکله وايي:«امریکا په افغانستان کې له شلو کلونو جګړې وروسته، د افغان ملت ملي شتمنۍ کنګل کړې، چې له امله یې د افغانستان طبیعي اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی. زه د اسلامي همکاریو سازمان او غړو هېوادونو په مخ کې، یوځل بیا غږ کوم چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني باید له ځنډ او خنډ پرته ازادې شي.»
ښاغلي متقي د اسیا په زړه کې د افغانستان سټراټېژیک موقعیت ته په نغوتې سره وویل، چې دا هېواد کولای شي د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پله بدل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی او د اسیا زړه ګڼل کېږي تیار دی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي نښلون یوه مهمه دروازه شي. موږ چمتو یو چې د او ای سي سټراټېژيکې اقتصادي اجنډا په چوکاټ کې د سیمهییز اتصال، انرژۍ، لوجیستک او پانګونې په برخو کې رغنده رول ادا کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي، کهچېرې افغانستان په دې کړکېچن حالت کې پر کورني تولید او صادراتو تمرکز وکړي، کولای شي د بندیزونو له امله د رامنځته شوي فشار یوه برخه کمه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی میرشاکر یعقوبي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:« د بندیزونو او نړۍوالو محدودیتونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره، چې پر افغانستان لګول شوي، حکومت ته پهکار ده چې ځینې اساسي مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي. له دې مسوولیتونو څخه یو، د کورنیو تولیدي ظرفیتونو لوړول دي. دا چاره د ګاونډیو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري، تر څو افغانستان وکولای شي لږ تر لږه د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او نړۍوالې سوداګرۍ په سیستم کې اغېزناک رول ولوبوي. همدارنګه، د تولیدي ظرفیتونو د زیاتوالي تر څنګ، باید د صادراتو کچه هم لوړه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې څلور کاله کېږي چې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې دي؛ خو تر اوسه د نړیوالې ټولنې له لوري کوم اغېزناک ګام نه دی پورته شوی.
تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت معین هم اعلان کړی و چې افغانستان هڅه کوي له چین، روسیې او ایران سره ګډ بانکونه جوړ کړي څو د بانکي بندیزونو اغېزې کمې شي.
په دې اړه مو اندونه