د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د جګړې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
عرفات جمال د هند او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو او په ایران کې پر ترینګلتیاو ته د اندېښنې په څرګندولو سره له کوربه هېوادونو غواړي چې په خپلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ساتنې او درناوي ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دغه رییس وايي: موږ په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ شاهدان یو. په دې وروستیو کې مو د هند او پاکستان ترمنځ نښتې ولیدلې. اوس په ایران کې هم نښتې ګورو. موږ دغو تحولاتو ته سخت اندېښمن او په وېره کې یو. موږ له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کوو چې ان د بې ثباتۍ په لړ کې د کډوالو ساتنې او له درناوي ډک چلند ته دوام ورکړي.»
ښاغلی جمال ټینګار کوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشرۍ له خپلو شریکانو او له اوسنیو افغان چارواکو سره په همکارۍ، هېواد ته د افغان کډوالو د داسې بریالي راستنېدو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د ثبات او اقتصادي ودې سرچینه وي.
هغه یو ځل بیا له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو د راستنېدو په تړاو خبرې اترې وکړي.
ښاغلی جمال زیاتوي: «د سیمې له هېوادونو زما غوښتنه دا ده چې همکاري وکړي.
راځئ چې د ۴۰ کلونو سخاوت او ملاتړ ضایع نه شي. راځئ د پر یوه میز سره راټول شو و او له یو بل سره د هغو افغانانو د راستنېدو په تړاو خبرې وکړو چې غواړي راستانه شي او د هغو کسانو لپاره حل لارې ومومو چې د راستنېدو توان نه لري. راځئ خبرې وکړو چې دا بهیر څنګه د سولې، ثبات او اقتصادي ودې سرچینه کېدای شي. »
ښاغلي جمال له نړیوالو بنسټونو هم د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه:
«غواړم خپله وروستۍ غوښتنه له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړم. تاسو ۴۰ کاله په افغانستان کې د پروګرامونو ملاتړ کړی دی. په دې ټوله موده کې مو د کډوالو ملاتړ هم کړی دی. اوس هم له تاسو غوښتنه کوم: په دې حساس وخت کې موږ یوازې مه پرېږدئ. پر یوې پولې جګړې او په نورو پولو بې ثباتۍ ته په پام سره، اوس د افغانستان د پرېښودو وخت نه دی. »
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او پاکستان له لوري د ټاکل شوي ضربالاجل پای ته رسېدو ته کمې ورځې پاتې دي، پاکستان د روانې میاشتې نهممه او ایران د همدې میاشتې ۱۵مه له دغو هېوادونو د افغانان کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ ضرب الاجل ټاکلی دی.
په دې اړه مو اندونه