د ټولیز امنیت د تړون سازمان د سرمنشي مرستیال افغانستان سره د تاجیکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د ایالتونو ترمنځ د پولو لپاره د پلان شوي پروګرام د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
والري سمریکوف د “نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه؛ د روسیې تګلاره او رول” په نړۍواله غونډه کې د سیمې د امنیت د ډاډمنتیا لپاره د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان په اعلامیه کې راغلي: «د سیمې د امنیت د تامین لپاره د دندو په چوکاټ کې، والري سمریکوف د تاجیکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د پلان شوې بینالایالتي پروګرام د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.»
د پوځي چارو شنونکي، محمد زلمي افغانیار و ویل: «ترهګري یوه نړۍواله ستونزه ده. که دوی اندېښنه لري، نو باید له افغانستان سره استخباراتي او لوجسټیکي مالومات شریک کړي. افغانستان هم له دې پدیدې اغېزمن شوی دی، آیا نړۍ له دې ناخبره ده؟»
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د پولو د امنیت ډاډ ورکړی و او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي و، چې افغانستان ته د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکي سمیع الله احمدزي و ویل: «دا اندېښنه د لویدیځو د استخباراتو له امله ده؛ هغوی دا باور لري چې لویدیځوال، په ځانګړي ډول امریکایان، غواړي سیمه بېثباته کړي، او هغوی د سیمې د بېثباتۍ لپاره کار کوي.»
سره له دې، چې سرپرست حکومت بیا بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کیږي، خو بیا هم نړۍوال په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه وخت ناوخته په دې اړه اندېښنې څرګندوي.
په دې اړه مو اندونه