د افغانستان د خبریالانو فډراسیون نن (یکشنبې د مرغومې په ی۸مه) په ۲۰۱۹ز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو کلنۍ راپور خپور کړ.
د دغه فډراسیون مسوولین وايي د دغه راپور له مخې په تېر یوه کال کې په بېلابېلو پېښو کې لس خبریالان وژل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو فډراسیون غړی حجت الله مجددي په دې اړه وايي:«د تاوتریخوالي ۱۱۶ پېښې لرو چې له دې ډلې ۱۰ یې د وژنې دي.»
د کورنیو چارو وزارت په دې ناسته کې وویل چې، په دغه وزارت کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو د دوسیو د څېړنې په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.
د دغه بنسټ ویاند زیاتوي تر اوسه په دې کمېټه کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو ۸۰ پېښې ثبت شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړه:«۳۲ پېښې د لویې څارنوالۍ ادارې ته سپارل شوي. له ۲۳ پېښو، د هغوی ۲۳ عاملان د امنیتي ځواکونو لخوا په اوپراټيفي عملیاتو کې وژل شوي دي.»
له دې سره جوخت، لویه څارنوالي وايي چې، د خبریالانو د زور زیاتیو په اړه د ۳۰ دوسیو د څېړنې بهیر پایته رسېدلی دی.
د خبریالانو پر وړاندې له ټولو شته ننګونو سره سره د افغانستان د ژورنالېستانو فډراسیون زیاتوي چې، په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو په کچه کې تر ۶۰سلنې کموالی راغلی دی.
د دغه فډراسیون شمېرې د دې ښودنه کوي چې، په تېرو اتلسو کلونو کې ۱۱۰ خبریالان د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.