آسټرالیا مني چې په کابل ښار کې د موټربم چاودنې له امله د دې هېواد دوه وګړي ټپيان شوي دي.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر، جولي بیشاب وایي چې په دې برید کې د دې هېواد د سفارت دوه قراردادي کارکوونکي ټپيان شوي دي.
دا پيښه تېرې ورځې(جمعه د کب۱۱مه )په قابلبای سیمه کې هغه وخت وشوه چې د آسټرالیا سفارت پورې اړوند د موټرو یو کاروان د تېریدو په حال کې وه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په برید کې یوه ملکي کس ژوند له لاسه ورکړ او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
خو یو شمېر سرچینې بیا د وژل شویو شمېر ۳ تنه بولي چې ملکي کسان وو.
د یادولو ده چې د تېرې ورځې د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.