Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ابراهیمي: په ولسي جرګه کې د استازو نشتون خلکو ته سپکاوی دی

ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې، د قانون د دوو طرحو په اړه پرېکړه وشي، خو د لازم نصاب نشتون د دې لامل شو چې د دغو طرحو په اړه کومه پرېکړه ونه شي.

د ولسي جرګې مشر، د دغه بنسټ په غونډو کې د استازو کم حضور، د ملي ګټو په خلاف بولي.

عبدالرووف ابراهیي په دې اړه زیاته کړه:«دا کار نه یوازې د خلکو په حق کې جفا ده بلکې د افغانستان د خلکو د استازولۍ په حق کې هم یو ډول سپکاوی دی.»

د ولسي جرګې ځینې غړي همدارنګه وايي چې د ډېریو استازو نه حضور د دې لامل شوی چې خلک د هغوی په وړاندې بد لیدلوري ولري.

د پارلمان غړي غلام حسین ناصري په دې اړه څرګنده وي:«په ټول کې د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه خیانت شوی که‎چېرې موږ څارنیزه ونډه لرله او څو وزیران مو بې واکه کړي وای هغه وخت تاسې پوهېدئ چې حکومت د غفلت له خوبه راويښېده.»

د ولسي جرګې بل غړي فکوري بهشتي هم زیاته کړه:«د بېلګې په توګه د غوايي همدا میاشت ښيي چې د ولسي جرګې څو جلسو نصاب نه درلود. دا خو زموږ د هغې ټولګې ګناه نه ده چې تل همدلته یوو.»

بالاخره د ولسي جرګې غړي پرېکړه کوي چې د هغو استازو نومونه چې دایمي ناسوبي لري، د راتلونکي دوشنبې په ورځ ټولیز شي.

د ولسي جرګې غړي پرېکړه کوي چې د هغو استازو نومونه چې دایمي ناسوبي لري، د راتلونکي دوشنبې په ورځ ټولیز شي.

شریک یي کړئ