Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اتمر: د غني د کار د پای لپاره به له هر قانوني غوراوي کار واخلم

د ملي یووالي حکومت د کاري دورې د پای په درشل کې، ولسمشرۍ ټاکنو ته د ۱۸ نوماندان له ډلې لسو نوماندانو، نن دوشنبې (د غوايي په ۳۰ مه) یو ځل بیا کابل کې په یوې ناسته کې اعلان وکړ چې د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته د ولسمشر کار د هغو لپاره د منلو وړ نه دی.

محمد حنیف اتمر، عبدالطیف پدرام، ابراهیم الکوزی، احمدولي مسعود، نورالحق علومي، حکیم تورسن د ولسمشرۍ ټاکنو له هغو نوماندانو له ډلې دي چې د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته د ولسمشر کار پر دوام نیوکه کوي.

حنیف اتمر چې له دې مخکې د ښاغلي غني د ملي امنیت سلاکار و، نن هغه ته ګواښ کوي چې له قانوني وخت څخه وروسته د هغه د کار د پای ته رسولو لپاره به له هر قانوني غوراوي کار واخلي. 

ښاغلي اتمر زیاته کړه:«د اساسي قانون د نه تطبیق او په ټاکلي وخت د ټاکنو نه ترسراوي لپاره د ولسمشر دا انعام، د ملت پر زخمو د مالکې پاشل دي.»

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي په لومړنۍ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي وروسته پای ته رسېږي. د افغانستان اساسي قانون همدارنګه حکم کړی چې ولسمشریزې ټاکنې دې د ولسمشر د کار له پای ۳۰ یا هم ۶۰ ورځې مخکې ترسره شي. 

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې باید د روان کال د وري په ۳۱ مه باید ترسره شوې وای، خو اوس ټاکل شوې چې دا ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي - یعنې له پنځه میاشتني ځنډ سره.

له دې مخکې سترې محکمې پرېکړه کړې وه چې ولسمشر غني دې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسراوي، خپل کار ته دوام ورکړي. 

خو مخالف نوماندان وايي چې د اساسي قانون د تفسیر واک «د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون» دی نه د سترې محکمې.

دغه استازي ګواښ کوي که‎چېرې ولسمشر له غبرګولي وروسته له واک لیرې نه شي هر ډول کړکېچ به د هغوی په غاړه وي.

ولسمشرۍ ته نوماند ابراهیم الکوزی وايي:«له نظام څخه ملاتړ کوم، خو ستا مخالف یم. یوه ورځ هم نه غواړم (د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته) چې ته په حکومت کې وې.»

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام هم وویل:«د سرپرست حکومت بحث مو مطرح کړ د افغانستان په څېر وضعیت کې، زموږ د هېواد په څېر ټولنه کې، دا نسبتاً مناسبه حل لاره ده.»

دا نوماندان ولسمشر د قومي تعصباتو پر زیاتېدو او تر خوا یې د اوسنیو ناخوالو پر دوام تورنوي. دوی د بې‌کارۍ، نا امنۍ او نورو زیاتېدل د ولسمشر په مدیریت پورې تړلي بولي.

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«که‎چېرې یوازې ټاکنې په پام کې ونیسو، تاسې وینئ، تاسې وینئ چې د پارلماني ټاکنو ریشخندي ستاسو په وړاندې ده. یوازې د تېرې ورځې ریشخندي وینې چې څه ډول ده.»

ولسمشرۍ ته نوماند نورالحق علومي هم وویل:«د بنسټونه راغونډوي، د جرګې تر نامه لاندې خلک راغونډوي او د ځوانانو، د ښځو، او د مدني شبکو او صنعت کارانو په نومونو، جلسې جوړوي، ... یوازې غواړي چې کمپاین وکړي.»

سترې محکمې د ولسمشر د کار دوام تر ټاکنو غځولی.

په ورته وخت کې یو شمېر حقوق پوهان وايي، ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر اصلي مرجع نه ده او همدا ډول د اساسي قانون ۶۱ مه تفسیر ته اړتیا لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«د افغانستان ملت رسول کېږي چې د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ستره محکمه ده.»

دا نوماندان وايي، ولسمشر له دولتي امکاناتو د ځان په ګټه کار اخلي او دا چاره به هېواد بې ثباته کړي. هغه ادعا کې ولسمشرۍ ماڼۍ یې نه مني.

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي په لومړنۍ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي وروسته پای ته رسېږي.

شریک یي کړئ