Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه ریاست د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه

اجرائیه ریاست له سترې محکمې غواړي چې د بې واکه شویو وزیرانو په اړه ژر ترژره خپله پرېکړه وروستۍ کړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې حکومت د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه دی او د دغه بنسټ د پرېکړې له اعلان څخه وروسته بې له ځنډه د بې واکه شویو وزیرانو په اړه خپله پرېکړه ترسره کړي.

ښاغلی فیصل وايي:«موږ هیله لرو چې ستره محکمه په دې اړه د قانون په رڼا کې خپل نظر له حکومت سره شریک کړي ترڅو په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.»

د ولسي جرګې د غړو لید لوری

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي چې سترې محکمې د ولسي جرګې پرېکړه منلې او حکومت باید نوي وزیران دغې جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:«د ملت د کور ارادې ته درناوی او د افغانستان د خلکو استازو ته درناوی او د افغانستان اساسي قانون ته له درناوي سره باید ژر ت ژره نوي وزیران د اعتماد رایې د اخیستو لپاره معرفي شي.»

له دې سره سره اجرائيه ریاست وايي چې سترې محکمې تراوسه په دې اړه خپله پرېکړه حکومت ته نه ده لېږلې، له همدې امله د وزیرانو په اړه د پرېکړې بهیر اوږد شوی دی.

د کابینې ۷ وزیران کابو دوې میاشتې مخکې د ولسي جرګې لخوا بې واکه شول. وروسته ولسمشر د ولسي جرګې پریکړه ونه منله او له سترې محکمې یې وغوښتل د اساسي قانون ۹۲ ماده چې د وزیرانو د بې واکه کولو په اړه ده تفسیر کړي، سربېره پر دې یې وزیرانو ته حکم وکړ چې خپل کار ته دوام ورکړي.

خو د څه د پاسه یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره نه ستره محکمه په دې اړه ځواب ورکوي نه ولسمشرۍ ماڼۍ، له همدې امله د کابینې د ۷ وزیرانو په اړه تصمیم چې اوس نه وزیران دي او نه هم سرپرستان روښانه نه دی.

د کارپوهانو لید لوری

د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي وايي:«د دغو ناقانونه طریقو دوام کولای شي چې د افغانستان په تاریخ او حکومتونو او تشکیلاتو په دوام کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.»

د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار د خپلواک کمېسیون رییس محمد قاسم هاشم‎زی  په دې اړه وايي:«موږ ته تسلیم شوی نه دی چې موږ پرې نظر ورکړو،خو زموږ دریځ دا دی چې په دې اړه حکومت او یا هم دولت پرېکړه ونیسي او پرېږدي چې ستره محکمه خپل نظر څرګند کړي.»

د ولسي جرګې غړي به کابو دوې اوونۍ وروسته د ژمي په رخصتیو ولاړ شي، په دې لړ کې ځینې سرچینې وايي چې د سترې محکمې رییس د حکومت له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په رسمي او لیکلې بڼه له سترې محکمې نه دي غوښتي چې په دې اړه قانون تفسیر کړي.

شریک یي کړئ