Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرايي رییس: سوله د حکومت یوه اړینه موخه ده

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي په افغانستان کې د سولې ټينګښت د حکومت یوه اصلي موخه ده او دولتي ځواکونو ته په اشارې سره وایي، د ترهګرو پر وړاندې د هغوی دفاع پر ځای هغه ده.

اجراییه رییس د مارشال محمد قسیم فهیم په پوځي پوهنتون کې د افسرانو فراغتغونډه کې وویل، د دولتي ځواکونو هڅې د سولې د ټینګېدو لار رالنډوي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«د تورې ترهګرۍ په وړاندې ستاسو دفاع یوه برحقه هغه ده، نن په دغې دفاع کې ټوله نړۍ د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.»

په ورته وخت کې د هېواد لوی درستیز وایي سږکال د پوځیانو یو اساسي هدف دا دی چې د ټاکنو امنیت ټینګ کړي.

له بلخوا په روان کال کې د ملي دفاع وزارت یوه مهمه موخه د ټاکنو د امنیت خوندیتوب بلل کېږي.

لوی درستیز شریف یفتلي په دې اړه وویل:«د سولې سټراتیژۍ او د پارلماني ټاکنو د امنیت خوندیتوب له سترو موخو دي چې په دې کال کې ملي اردو هغه په غاړه لري.»

له دې سره سره عبدالله عبدالله دولتي ځواکونو ته یو بل پيغام هم لري.

اجرايي رییس په ډاګه کړه:«تاسې هېڅکله د قوم، ژبې او سیاست په خاطر د یو بل په وړاندې توپیر ونه کړئ.»

هغه افسران چې اوس له دغه پوهنتونه فارغ شوي له هېواده د دفاع لپاره د چمتووالي ډاډ ورکوي.

فارغ شوی افسر حسین علي څرګنده کړه:«د هېواد او ملي نوامیسو د دفاع لپاره د افغانستان له هرې برخې راغونډ شوي یوو.»

دا له نوموړي پوهنتونه د فراغت یوولسمه دوره ده، تراوسه ۳۷۰۰ افسران له دغه پوهنتونه فارغ شوي چې ځینې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې مشري پرغاړه لري.

شریک یي کړئ