د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست وايي چې ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ ځنډول شوې غونډه، تر راتلوونکو دوه اوونیو د چین په پلازمېنه بیجنګ ښار کې جوړه شي.
په دغې ناسته کې به د افغان حکومت، طالبانو استازي او سیاستوالان به ګډون وکړي. ټاګل شوې وه چې دا غونډه د اکټوبر په ۲۹ او ۳۰ جوړه شي، خو د ځينو دلایلو له امله وځنډول شوه.
د اجراییه ریاست ویاند امید میثم په دې اړه وايي:«هغه پلاوی چې ټاکل شوې تر راتلوونکو دوه اوونیو بیجنګ ته ولاړ شي او موږ د یوې بین الافغاني غونډې شاهد وو. د دغه پلاوي چنې او سلامشورې روانې دي.»
له دې سره سم ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي چې په دغې غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ وروستی شوی؛ خو تراوسه د هغو کسانو نومونه چې د دغه پلاوي په ترکیب کې شامل دي خپاره شوي نه دي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګندوي:«ټاکل شوې هغه کسان چې په راتلوونکي کې د چین په غونډه کې ګډون وکړي، دا د افغانستان د ټولنې د بېلابېلو طبقو استازیتوب به وکړي.»
له دې سره سم، د امریکا د ولسي جرګې یوه غړی له طلوع نیوز سره په مرکه کې په ټینګار سره ویلي چې، په افغانستان کې د جګړو د بیا زور اخیستنې د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د هر ډول هوکړې په برخه کې باید تضمین واخیستل شي.
د امریکا د ولسي جرګې غړی ټام مالینووسیکي وايي:«زما له نظره، هوکړه باید د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي. نه غواړم چې امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان د افغانستان د بشپړ لاندې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دغه کار به تاوتریخوالي، منازعې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته نوره زمینه هم برابره کړي.»
د طالب ډلې او د ولسي جرګې ځينې پخواني غړي وايي چې د سولې په خبرو کې باید چل او دوکه نه وي.
د ولسي جرګې مخکینی غړی شهزاده شاهد په دې اړه وايي:«د سولې په عنوان باید هېڅکله دوکه او چل نه وي، شخصي ګټې نه وي او د خلکو غوښتنې باید په پام کې ونیول شي او هېڅ چیز له پامه ونه غورځول شي.»
د طالبان مخکینی غړی سیداکبر آغا هم څرګندوي:«ښه خبر دا دی چې ملت په جریان کې وي او ټولو ته روښانه وي او د سولې هڅې هم باید روښانه وي.»
له دې ټولو سره، ولسمشر غني هم نن وویل چې افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوی او اوس د افغان حکومت لومړیتوب په افغانستان کې د جګړې پای دی.