Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

احمدي د وروستیو څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړل شو

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د «نامسوولانه» څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړل شو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې په ترکمنستان کې د افغانستا پخوانی سفیر میرویس ناب، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د مرستیال په توګه ګومارل شوی، د دغه وزارت د ویاندویۍ دفتر د چارو سرپرستي به وکړي.

ښاغلي صدیقي نن له غرمې وروسته (یکشنبې د تلې په ۱۴مه) په یوه ټیوټ کې لیکلي:«ولسمشر غني د یوه حکم پر بنسټ ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ښاغلی میرویس ناب یې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د مرستیال په توګه وګوماره. هغه همدارنګه د دغه وزارت د نوي ویاند تر ګومارنې د ویاند د دفتر چارې به هم په مخ بوځي. مخکنی ویاند د نامسوولانه څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.» 

پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او د طالبانو د کوربتوب لپاره د پاکستان له هڅو هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو د پاکستان پر کوربتوب نیوکه وکړې وه او ویلي یې و چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو پر خلاف دی.

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان هم اعلان وکړ چې د ښاغلي احمدي څرګندونې، د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب نه بلکې د هغه شخصي څرګندونې دي.

څو اوونۍ مخکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، په بهرنیو چارو وزارت کې د اړیکو پر بنسټ د ګومارنو د تورونو د څېړلو لپاره د ولسمشر اشرف غني حکم کمپایني وباله او هغه یې وځنډوه.

شریک یي کړئ