Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اداري اصلاحاتو کمېسیون د ۳ زره ښوونکي د جذب لپاره ازموینه واخیسته

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په کابل کې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷ مه) د درې زره نویو ښوونکو د ګمارنې په پار د ازموینې بهیر پیل کړی.

په دغه ازموینه کې  ۳۰ زره داوطلبو ګډون وکړی وه. د هر بست لپاره ۱۰ تنه داوطلب وو او سره سیالي یې وکړه.

بلخوا د اصلاحاتو او ملکي خدمتو نو د کمېسیون رییس نادر نادري وايي، له دې مخکې په بېلابېلو دولتي ادارو کې د کار کوونکو په ګومارنه کې سیاسي لاسوهنې او فساد موجود وو.

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونود کمیسیون رییس نادر نادري په دې اړه وویل:«موږ ۱۸ زره بستونه چې کابو شپږ میاشتې وخت یې نیولی او ډېر ژر به بشپړ شي او دا کار په ګمارنه کې د پام وړ سرعت ښيي.»

  افغان ولسمشر اشرف غني  د پوهنې وزارت له لورې د اعلان شویو درې زره پوستونو لپاره د ازموینې برخه والو ته وویل ، دی د پراخو اصلاحات هوډ لري او د هغو کسانو په وړاندې به ودرېږي چې د افغانستان یوه برخه د بلې برخې په پرتله غوره ګڼي. ولسمشر غني وایي، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی.

د ولسمشر په خبره فساد د هېواد راتلونکی معارف ګواښوي.

ولسمشر غني په دغې غونډه کې د وینا پر مهال،د اداري اصلاحاتو پر دوه لوړپوړو چارواکو ضیا عبدالرحیمزي او بصیر چکري په غوصه کېږي او خپله وینا په څه کم لسو دقیقو کې پای ته رسوي.

هغه وویل:«ستاسو پاملرنه غواړم! که کوم کار لرئ هیله ده له دې ځایه ولاړ شئ... مهرباني... نه پوهېږم ستاسو مصروفیت څه دی چې دوه دقیقې حوصله نه شی کولای... تاسې باید د نورو لپاره نمونه او بېلګه واوسئ، که کومه خبره لرئ دلته راشې او وې وایئ.»

د ولسمشر د وینا پر مهال د اداري اصلاحاتو کمېسیون دغو دوه تنو جګپوړو چارواکو سره خبرې کولې.

بلخوا د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت چارواکي د ښوونکو د جذب په برخه کې د لیک لوست د بهیر په ښه‎والي او د ازموینې د روڼتیا خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي په ډاګه کړه:«د اداري اصلاحاتو کمېسیون د ډېر ښه ښوونکي د اهلیت، لیاقت او وړتیا، پوهې او ژمنې له مخې موږ ته ګمارلي.»

ښاغلی نادري وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې، څه باندې ۲۸۰ زره دواطلبو ۱۸ زره دولتي بنستونو ته د لارموندنې لپاره سره سیالي وکړه چې تراوسه کابو ۱۵ زره تنو دغو پوستونو ته لاره پیدا کړې ده.

په دغو مراسمو کې، ولسمشر اشرف غني، د لوړو زده کړو وزیر، د پوهنې وزارت پرسرست او ځينو نورو دولتي چارواکو حضور درلود.

شریک یي کړئ