اروپايي ټولنې چهارشنپې( د سلواغې په ۳۰مه نېټه) د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغې ټولنې د بهرنیو چارو مسوول، جوزف بورل له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي.
اعلامیه کې راغلي دي چې اروپايي ټولنه د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې نوې ادارې سره همکارۍ ته چمتو ده.
ښاغلي بورل همداراز د ولسمشر غني لخوا د ټول شموله دولت له جوړلو هرکلی کړی دی؛ د بورل په خبره داسې دولت چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
ښاغلي بورل ټینګار کړی چې افغانستان کې د اروپايي ټولنې لومړي توب د یووالي تضمین دی د سولې بهیر په برخه کې:«اروپايي ټولنه د سولې بهیر ملاتړ ته چمتو ده... فرصت باید له لاسه ولاړ نشي.»
په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالي(یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې چمتو دي څو افغانستان کې له نوي حکومت سره همکاري وکړي
دا غبرګونونه د ولسمشرۍ ټاکنو د پایله له اعلانه یوه ورځ وروسته څرګندیږي.
په دې اړه مو اندونه