Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ:ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو وړاندیز د اساسي قانون پر خلاف دی

ولسمشرۍ ماڼۍ، له غبرګولي وروسته د سرپرست حکومت د طرحې وړاندیزې په غبرګون کې چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له خوا شوی وايي چې د سرپرست حکومت د جوړېدو لپاره هر ډول وړاندیز د اساسي قانون او نظام پر خلاف خبره ده. 

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«د اساسي قانون د تفسیر مرجع د افغانستان اسلامي جمهوري ستره محکمه ده. هېڅ کس نه شي کولای په خپله غوښه اساسي قانون تفسیر کړي. د سرپرست حکومت په اړه هر ډول ترتیبات د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري پر خلاف دی. د محترمو نوماندانو له خوا مطرحه شوې طرحه او یا هم مکانیزم د اساسي قانون پر خلاف دی.»

 ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۳ نوماندان چي په یو چوکاټ کي يي ګډه شورا رامنځته کړې وايي د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ملي یووالي حکومت د کار دوام مخنیوي لپاره به له هرې ممکنه ملي او بین المللي لارو چارو کار واخلي. 

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو شورا وايي که‎چېرې ملي یووالی حکومت د غبرګولي له لومړۍ نېټي وروسته بیا هم خپل کار ته دوام ور کړي، د دې کارپایلو مسوولیت به بیا د حکومتي مسوولینو او امنیتي ادارو پر غاړي وي. 

ولسمشرۍ ته نوماندفرامرز تمنا په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې اوسنی ولسمشر، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندۍ تېر شي، کولای شي د کوم بل قانوني میکانیزم څخه پرته، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي له لومړنۍ وروسته له کوم ځنډ پرته د حکومت د سرپرست په توګه، خپل کار ته دوام ورکړي.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود هم وايي:«دا حکومت، له دې ډېر نور کارونه نه‎لري او همدارنګه د ملي اعتماد وړیتا هم نه‎لري او نو پر دې بنسټ نه شي کولای چې په ناقانونه توګه، هم نوماند وي او هم ولسمشر وي او همدارنګه نور واکونو هم ولري او همدارنګه له دولتي سرچینو او امکاناتو هم په کمپاین کې په بېلابېله توګه، ناوړه استفاده وکړي.»

بلخوا ځينې نور نوماندان خبرداری ورکوي چې له دې نېټې وروسته، د ملي یووالي حکومت د کار دوام به، هېواد د ناخوالو په لور بوځي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په دې اړه څرګنده کړه:«تاسې تول خبر یاست، که‎چېرې ملي اعتماد له منځه ولاړ شي، امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي؛ ځکه چې نظام او د نظام مشرتابه، د مشرتابه ګۍ ځواک له لاسه ورکوي.»

ولسمشرۍ ته نوماند نورالحق علومي هم زیاته کړه:«د فساد وده، قاچاق او زوروینه هره ورځ په هېواد کې زیاتېږي. نن وینو هغه کار چې حکومت یې پلانوي، په ځانګړې توګه د دغو ټاکنو لپاره، څنګه توانېدلي چې له ارګ نه نیولې تر ټیټ ربته‎وو پورې په خپل منځ کې داسې کسان راولي چې ښايي فاسد وي.»

د دوشنبې په ورځ اجراییه ريیس وویل، د ملي یووالي حکومت مشران به ټاکنیزو کمپاینونو کې د حکومت له امکاناتو ګټه پورته نه کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه کېږي او ولسمشر او اجراییه ريیس هم دې ټاکنو ته نوماندان دي.

شریک یي کړئ