Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: حکومت به د مسکو په څېر غونډو کې ګډون ونه کړي

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو پنځم پړاو دولسمې ورځې ته ورسېد او د دواړو لورو استازو د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکا او طالبان له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو د چوکاټ په اړه او همدارنګه دا چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي سره هوکړې ته رسېدلي، خو د دغو هوکړو جزییات او همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د ترهګرۍ تعرف څرنګوالي دغه خبرې اترې دومره اوږدې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو د کب میاشتې په شپږمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا په دې اړه وايي:«دواړه لوري خوشبینه دي او له خبرو اترو راضي دي. زه فکر کوم چې د خبرو په دې پړوا کې به ټولې موضوعګانې پای ته ونه رسېږي او خبرې اترې به شپږم پړاو ته ولاړې شي.»

په ورته وخت کې د تړلو دروازو ترشا او په پټه توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ پرخبرو اترو د هېوادوالو په څانګړې توګه د ښځو له نیوکو سره مخ شوي دي.
د سولې او ډموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مرستیالې فروزان رسولي وویل:«که‎چېرې طالبانو غواړي د افغانستان له ټولنې، حکومت او خلکو سره یوځای ژوند وکړي باید راشي او له موږ سره خبرې وکړي.»

بلخوا په داسې حال کې چې سیاستوال او د مسکو غونډې ګډونوال په راتلوونکې غونډه کې د ګډون لپاره چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ جوړېږي، چمتووالی نیسي. خو حکومت تراوسه ټول شموله او ملي پلاوی نه دی جوړ کړی او همدارنګه پرېکړه یې نه ده کړېچې د دوښې په غوڼډه کې به ګډون وکړي که نه؟

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې حکومت نه غواړي د مسکو غونډې په څېر غونډو کې ګډون وکړي.

هغه زیاتوي:«افغان حکومت هوډ نه‎لري چې د مسکو په څېر غونډو کې ګډون ونه کړي، هر کله چې د افغان حکومت په چورلیز او خبرې اترې مخامخ وي افغان حکومت به ګډون وکړي.»

په دې منځ کې کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وايي چې په افغانستان کې پایداره سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې افغانان سره کېښني او همدارنګه سیمه‎ییزه هم‎ُفکري رامنځته شي.

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې اړینې دي، سیمه‎ییزه هم‎فکري هم ډېره مهمه ده او ترکیه هرډول همکارۍ ته چمتو ده.»

سرچینې وايي چې دوحه کې د طالبان او امریکايي استازي سره کلي هوکړو ته رسېدلي خو د دغو هوکړو جزییاتو دا خبرې اترې اوږدې کړې.

شریک یي کړئ