Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ارګ د عبدالله د پلویانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو هڅه کې دی'

د عبدالله عبدالله ویاند وایي چې په وروستیو ورځو کې ولسمشر ته نژدې کسانو هڅه کړې، د هغو جهادي او سیاسي مشرانو ترمنځ چې عبدالله عبدالله پلویان دي درز رامنځته کړي.

د ښاغلي عبدالله ویاند امید میثم زیاتوي چې ارګ دا هڅې بې اغېزې وې، سیاسي او جهادي مشران د عبدالله عبدالله له دریځه لا هم ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کوي چې عبدالله او د هغه پلوي مشران به ډېر ژر د ټول ګډونه حکومت کارپیل کړي:«له څو میاشتو، له اوونیو راهیسې، او په وروستیو ورځو کې هڅو زوراخیستی چې د ثبات او همپالنې ډله او ټول ګډونه دولت کې بې اتفاقي رامنځته کړي، خو له نېکه مرغه ټولنې هڅې ناکامه وې.»  
  
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال د عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ د هر ډول اختلاف د رامنځته کولو هڅه ردوي او وایي چې ولسمشر د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره په وروستیو ورځوکې  له سیاسي مشرانو سره کتلي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال  دواخان مینه پال وویل:«د اختلافونو د حل لپاره مذاکرې روانې دي او دا مذاکرې به دوام وکړي... حکومت په هېڅ ډول د سیاستوالانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو موخه نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني ترمنځ د ولسمشرۍ ټاکنو له امله رامنځته شوی کړکېچ تراوسه حل شوی نه دی. وروستۍ هڅه چې د ولسمشر غني له خوا د کابینې د معرفي کولو لپاره پنځه ورځنی ځنډ و، هم دا اختلافونه حل نه کړای شول.

 د عبدالله عبدالله ویاند وايي چې تراوسه د دواړو لور ترمنځ خبرې اترې بې پایلې دي.

په دې لړ کې د عبدالله عبدالله یو له پلولیانو امیر محمد اخندزاده وایي چې اشرف غني د عبدالله عبدالله طرحه نه ده منلې:«د اشرف غني طرحه د هېچا لپاره د منلو نه ده په ځانګړې توګه عبدالله عبدالله ته. خو عبدالله عبدالله ډېر نرمښت درلود.»

خو هغه کسان چې په وروستیو ورځو کې یې د اختلافونو د پای ته رسولو لپاره له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره کتلي دي وایي چې د دواړو سیاسي مشرانو شاوخوا کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره نه غواړي چې دا خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د ولسي جرګې منشي عبدالله قرلق په دې اړه څرګنده کړه:«زه د دواړو لورو روحیه مثبته وینم... د دې دلیل چې خبرو کې ولې پرمختګ نه دی شوی، د ځينو کسانو شتون دی چې نه غواړي دغه شخړې او اختلافونه حل شي.»

بل خوا هېوادوال له عبداالله عبدالله او اشرف غني غواړي چې د شته  کړکېچ د حل لپاره  ژر تر ژره خپل اختلافونه پای ته ورسوي.

هېوادوال د نړیوالو مرستو احتمالي بندېدو او دغه راز د هېواد اقتصادي، سیاسي او پوځي وضعیت د احتمالي خرابېدو په تړاو اندېښمن دي او له سیاسي مشرانو غواړي چې د هېوادولو په فکر کې وي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله عبدالله د پلویانو په منځ کې د هر ډول اختلاف رامنځته کول ردوي.

شریک یي کړئ