Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: مرکچي پلاوی به د امریکې او طالبانو له هوکړې وروسته معرفي شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له وروستي کېدو، وروسته به افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي نومونه په ډاګه کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ جاوېد وزیرۍ وايي چې دغه پلاوی د افغان حکومت استازیتوب کوي او د افغانانو ترمنځ د خبرو له پېلېدو سره هم مهاله به معرفي شي.

اغلې وزیرۍ زیاتوي:«کله چې دوی (طالبان) له امریکايي پلاوي سره وروستۍ پایلې ته ورسېږي او له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي، موږ حاضر یوو چې خپل مرکچي پلاوی معرفي او واستوو.»

حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی مشخص کړی؛ خو د دغه پلاوي او د هغو کسانو په اړه چې په دغه پلاوي کې شامل دي په اړه جزییات نه ورکوي.

حکومت که څه هم له طالبانو سره د خبرو پر پیل ټینګار لري، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه د حکومت غوښتنه نه ده منلې.

د طالبانو او امریکا ترمنځ کابو یو کال کېږي چې د سولې په اړه خبرې دوام لري. 

بل  خوا د طالبانو د دورې لوی څارنوال جلال الدین شینواری وایي چې د طالبانو مشرتابه غړي له امریکا سره له هوکړې وروسته د یوې اوونۍ لپاره د اوربند په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د دورې لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«د یوې اوونۍ اوربند په اړه پرېکړه شوې ده؛ خو په دې شرط چې لومړی باید د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.»

خو په قطر کې د طالبانو دفتر تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ګوندونو او سیاسي بهیرونو یو شمېر غړي وایي چې تر اوسه حکومت د دغه پلاوي په تړاو له ګوندونو سره سلا مشوره نه ده کړی.
 
د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان په دې اړه څرګندوي:«له بده مرغه حکومت د سولې بهیر له لومړیو غوښتي چې په یوازې پرېکړه وکړي او هڅه یې کړې چې د سولې بهیر حاکمیت په لاس کې ولري او دا د دې لامل شوی - چې طالبان یې ونه مني - او تل له یوه ننګونې سره مخ شوی.»

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وویل:«دا پلاوی چې د حکومت له خوا ګومارل شوی، د دې شمېر، کمیت او دا چې په کوم کچه دی او په کومه طبقه خلک دي موږ ته مشخص او معلوم نه دی؛ ځکه چې له ګوندونو سره مشوره نه ده شوې.»

سرچینې وایي چې ګوندونه او سیاسي بهیرونه دا پلاوی سیاسي بولي او د هغه د جوړښت په تړاو د نظر اختلاف لري. د دغو سرچینو په وینا سیاسي بهیرونه دا پلاوی یوازې حکومتي هغه ګڼي او وايي چې د هغوی پلاوي د هغه په تشکیل کې نشته.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:«دا طلايي چانس دی؛ هم د حکومت لپاره او هم د سیاسي ګوندونو لپاره چې ژر تر ژره یو افغان شموله او واک لرونکې ډله جوړه چې خدای مه کړه داسې نه شي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات همدارنګه پلاوی ونه لري او په هغه کې هم د اختلاف شتون موجود وي.»

تر دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي دي چې د افغانانو تر منځ بحث او خبرې به هغه مهال پیل شي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک شي او په دغو خبرو کې په کوردننه ټولې ښکیلې غاړې ګډون وکړي.

جلال الدین شینواری وایي چې د طالبانو مشرتابه غړي له امریکا سره له هوکړې وروسته د یوې اوونۍ لپاره د اوربند په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

شریک یي کړئ