افغان حکومت، هغه رپوټ چې ګواکې ملاعمر دننه په افغانستان کې مړ شوی بې بنسټه بولي او ردوي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې د دغه رپوټ خپرول طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو لپاره هڅه ده.
هغه زیاتوي چې افغان حکومت، بشپړ شواهد لري چې څرګندوي ملاعمر په پاکستان کې ژوند وکړ او همالته ومړ.
بلخوا د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي دا رپوټ، په پاکستان کې د کوټې شورا له شته والي د ای اېس ای له انکار کولو سره د مرستې په موخه د تبلیغاتو یوه برخه ده.
ښاغلی صالح زیاتوي په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي فزیکي شته والی ښيي چې دوی په افغانستان کې نه وو.
دا په داسې حال کې ده چې د «د ملاعمر پټ ژوند» تر نامه لاندې کتاب کې چې په دې وروستیو کې چاپ شوی ادعا شوې چې د طالبانو بنسټ اېښودونکی او د دغې ډلې پخوانی مشر ملا محمد عمر، افغانستان کې د یوې امریکايي پوځي اډې ته نږدې ژوند کاوه.
دا کتاب د هالنډۍ لیکوالې «بټي ډم» لیکنه ده. هغه په دغه کتاب کې ادعا کړې چې د امریکا د تصور پر خلاف، ملاعمر هېڅکله په پاکستان کې پټ نه و، بلکې هغه په خپل اصلي ټاټوبي زابل کې د یوې امریکايي اډې په پنځه کیلومټرۍ کې ژوند کاوه.
هالنډۍ خبریاله بټي ډم له جبار عمري سره چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د ملامحمدعمر ساتونکی و، خبرې کړي او لیکلي یې دي چې جبار عمري د مړینې تر مهاله ملامحمد عمر پټ کړی و.
مېرمن ډم چې یوه خبریاله ده د دغه کتاب د لیکو لپاره یې پنځه کاله یې د طالبانو د غړو په اړه څېړنه او مرکې کړې دي.
افغان حکومت په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر دوه کاله مخکې د ناروغۍ له امله په پاکستان کې ومړ، خو طالبانو دوه کاله د هغه مړینه پټه کړې وه.