ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ژنیو په ناسته کې به چې تاکل شوې څلور ورځې وروسته پیل شي، له ډک لاس سره ګډون وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي د ژنیو په ناسته کې به د ولسمشر په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي او د افغانستان حکومت او خلکو لخوا به ناستې ته راپور وړاندې کړي.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ژنیو ناستې په اړه وویل:«د دې ناستې موخه د مالي ژمنو ترلاسه کول نه دي، بلکې خلکو ته د افغان حکومت ژمنې او همداراز د نړیوالې ټولنې او حکومت ترمنځ ژمنې څېړي.»
د ژنیو ناسته د جولای میاشتې په ۲۷ او ۲۸ مه نېټه سویس کې جوړیږي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د افغان حکومت او نړیوال بنسټونه د دې ناستې مشري کوي. ټاکل شوې په دې ناسته کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۳۵ نړیوالو بنسټونو رییسان ګډون وکړي.
جمهوري ریاست وایي چې د خلکو او نړېوالې ټولنې پر وړاندې د حکومت ژمنې له ۶۰ تر۷۰ سلنې پورې عملي شوي دي.
په همدې حال کې ملګري ملتونه د ژنیو ناسته د افغانستان لپاره ښه موکه بولي او وايي حکومت کولی شي چې د خپلو لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې، توبي لینزر وايي:« په افغانستان کې د درې اعشاریه شپږ ملیون تنو لپاره وضعیت ډیر سخت دی . هغوی له قحطۍ سره یو ګام واټن لري .»
ولسمشرۍ ماڼۍ د ژنيو د غونډې په څنډه کې د څو نورو غونډو لکه د سولې، پراختیا او له وچکالۍ سره د مبارزې د څرنګوالي د غونډو د جوړیدو خبر ه کوي، هغه هم داسې مهال چې ملګري ملتونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتیدو خبر وکوي او وايي چې په افغانستان کې لسګونه زره تنه د قطحۍ په درشل کې دي.